دسوریې په حمص کښې دترهګرو دوه مشران ووژل شول
-
د دمشق په جنوب کښې دسوریې دپوځ په عملیاتو کښې د خالد حوشان په شمول د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر مشران هم هلاک شول .
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ پرون په یولړ عملیاتو کښې په حمص() ولایت کښې په عزالدین کلی کښې دتحریرالشام ترهګرې ډلې په مرکز راکټی حمله وکړه او له کبله یې ددغه ډلې دوه(۲) مشران ابو خالد الحموی او ابو رماح الحموی هلاک شول .
دسوریې د حکومت مخالفانوته اړونده د بشری حقوقو څارونکی ډلې هم د دمشق په جنوب کښې دسوریې دپوځ د تیرو څو ورځو په عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې د څه دپاسه اتو شپیتو (۶۸)غړیو د وژل کیدا خبر ورکړ .
دغه ډلې وویل د دمشق په جنوب کښې دسوریې دپوځ په عملیاتو کښې د خالد حوشان په شمول د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر مشران هم هلاک شول او د طارق معجل او عازی الحلبی په شمول دداعش دوه (۲)مهم کسان چې خلک به یې په ډزوسره ویشتل په القدم سیمه کښې هلاک شول .
دسوریې پوځیان له ترهګرو د دمشق د جنوب د پاکولو د عملیاتو په دوام کښې پرون وتوانیدل په الجوره ، العسالی او القدم سیمو کښې د پرمختګ په ترڅ کښې په جنوب کښې په العسالی او په المعامل سیمه کښې څو هستوګنه سیمې په خپل کنټرول کښې واخلی او د الحجر الاسود په ختیځ او جنوب کښې په پرمختګ سره په دغه سیمه کښې د داعش د ترهګرې ډلې ارتباط هم غوڅ کړِي .