دیمن پوځ دسعودی عربستان په نجران سیمې توغندی ویشتلی
Apr 29, 2018 01:14 Asia/Kabul
-
دیمن پوځ دسعودي عربستان په جنوب کښې په جیزان سیمې هم د اتو(۸) بلاسټیک توغندیو حملې وکړې .
مهر خبری اژانس وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو وویل چې دسعودی عربستان په نجران(Najran) کښې یې د سعودی عربستان دعسکرو په مورچو د زلزال دوه(Zelzal-2) ډوله د بلاسټیک توغندی حمله کړی ده .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز پرون مازیګر دسعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان سیمې هم د اتو(۸) بلاسټیک توغندیو حملې وکړې .
دیمن پوځ او د ولسی ځواکونو دافع هوا هم وړمه شپه په جیزان کښې د سعودی عربستان په یوې(۱) بې پایلوټه جاسوسۍ الوتکې حمله وکړه .
دیمن د پوځ ویندوی شرف لقمان هم ټینګار کړی تر هغه وخت چې په هیواد د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف حملې او دغه راز کلابندۍ دوام ولری مونږ به دهغوې په اقتصادی تاسیساتو حملو ته دوام ورکړو .