د سوریې عسکرو له ترهګرو نورې سیمې هم پاکې کړې
-
دمشق په خوا کښې په« السیده زینب» ښارګي د ترهګرو د هوان د حملو له کبله هم یوه (۱)ماشومه ژوبله شوه
مهر خبری اژانس وایی دسوریې پوځیانو دترهګرو له نیواک څخه د دمشق دجنوب دپاکولو لپاره د خپلو پراخو عملیاتو په دوام کښې د «حجر الاسود» سیمې په جنوب او جنوب ختیځ کښې یوشمیر کروندې ازادې کړې .
ددغو کروندو ازادیدا له دې وروسته ترسره شول چې د سوریې دپوځ جنګی الوتکو پرون سهار په« حجر الاسود »سیمه کښې دترهګرو په مرکزونو بمبارې وکړې .
دسوریې د پلازمینې دمشق په خوا کښې په« السیده زینب» ښارګی د ترهګرو د هوان د حملو له کبله هم یوه (۱)ماشومه ژوبله شوه .
له غوطه شرقی ستراتیژیکې سیمې د ترهګرو له وتلو وروسته دسوریې پوځ دغه فرصت پیدا کړی دی چې د دمشق په جنوب کښې دیره ترهګر هم له دغه سیمې وشړی .
د سوریې عسکرو دهیواد په لویدیځ کښې د حماه ولایت دشمال په خوا کښې په ځینو سیمو او په «کفر نبوذه» ښارګې کښې دترهګرو په مرکزونو حملې وکړې .
ځینو سرچینو هم دسوریې د حکومت له شرطونو سره سم دترهګرو ډلو له استازیو سره د روسیې دپلاوی له خبرو وروسته د حمص(Homs) ولایت په شمال کښې د وسله والو ترهګرو ډلو او د سوریې د پوځ ترمینځ د څلورویشتو(۲۴) ساعتونو په موده د اووربند د موافقې خبر ورکړ .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره ټولې مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې سعودی عربستان ، امریکا، ترکیه ، انګلستان ، قطر ، فرانسه، اسرائیل ، اردن ، متحده عربی امارات، بحرین ،کویت او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .