د کیمیاوی وسلو دبندیز د ادارې تحقیقات پاې ته ورسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70504-د_کیمیاوی_وسلو_دبندیز_د_ادارې_تحقیقات_پاې_ته_ورسیدل
زمونږخبریال وایی د روسیې د دفاع وزارت ویندوی ایګور کوناشنکوف(Igor Konashenkov) بیګا د سوریې د غوطه شرقی په دوما سیمه کښې د کیمیاوی وسلو د بندیز د ادارې(Organisation for the Prohibition of Chemical Weapons) د پلټونکو د تحقیقاتو د ختمیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2018 01:32 Asia/Kabul
  • امریکا، سعودي عربستان، بریتانیا، فرانسه په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتي اندیښمن او خپه دي .
    امریکا، سعودي عربستان، بریتانیا، فرانسه په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتي اندیښمن او خپه دي .

زمونږخبریال وایی د روسیې د دفاع وزارت ویندوی ایګور کوناشنکوف(Igor Konashenkov) بیګا د سوریې د غوطه شرقی په دوما سیمه کښې د کیمیاوی وسلو د بندیز د ادارې(Organisation for the Prohibition of Chemical Weapons) د پلټونکو د تحقیقاتو د ختمیدا خبر ورکړ .

د کیمیاوی وسلو د بندیز دادارې پلټونکو په تیرو څو ورځو کښې څو ځله دسوریې دغوطه شرقی په دوما سیمه کښې د ادعا وړ دکیمیاوې حملې له ځاې څخه نمونې(samples) اخیستی دی .

د سوریې حکومت د اپریل په لسمه(۱۰) نیټه په رسمی ډول د کیمیاوی وسلو د بندیز له ادارې غوښتی وو په دوما سیمې د پوځ  دکیمیاوی وسلې په هکله د ترهګرو ډلو د ادعا په باره کښې غور وکړی .

د کیمیاوی وسلو دبندیز ادارې د سوریې دحکومت ددغه غوښتنې هرکلی کړی وو .

دامریکا ، فرانسې او دبریتانیا د شرارت مثلث د اپریل دمیاشتې په اومه(۷) نیټه په دوما(Douma) د کیمیاوی حملې د چټی ټور له مطرح کیدا اوه(۷) ورځې وروسته یعنی  د اپریل دمیاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه دسوریې په بیلابیلو سیمو څه دپاسه یوسل شل(۱۲۰) توغندی وویشتل .

ددغودریو(۳) هیوادونو دغه څاروی ډوله جنایت دادعا وړ کیمیاوی  حملې په پلمه ترسره شو.

د روسیې دفاع وزارت له تیرو څو اونیو راهسې ویل ترهګر او دهغوې ملاتړی هیوادونه په سوریې باندې د پوځی تیری د زمینې د برابرولو لپاره د یوې کیمیاوی حملې د ترسره کولو پلان لری .

دنړۍ ډیر کارپیژاند په دوما سیمه کښې له کیمیاوی  وسلو په استفادې د سوریې دحکومت تورنول د ترهګرو په مقابل کښې دسوریې دپوځ د وروستیو بریالیتوبونو په څنګ کښې د حقیقتونو د اپوټه ښودلو او د عمومی افکارود بې لارې کولو لپاره هڅه ګڼی .

امریکا، سعودی عربستان، بریتانیا، فرانسه ، ترکیه ، قطر، بحرین ، متحده عربی امارات ، کویت ، اسرائیل ، اردن وغیره په سخته په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتی اندیښمن او خپه دی .