ماسکواو بیجینګ یوځل بیاله جامعې ایټمی موافقې بشپړملاتړاعلان کړ
د روسیې دخارجه وزارت د وسلو د کنټرول او نه پراختیا د ادارې مشر ولادیمیر برماکیف هم له دې مخکې وئیلی وو ، د این پی ټی تړون څه دپاسه یو سلو شلو غړو له جامعې ایټمی موافقې په ملاتړ کې د ګډې اعلامیې مسوده اعلان کړې او په دغې غونډې کې ګډونکو پنځه ویشتو هیوادونو دا لاسلیک کړې ده .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ ددروسیې اوچین په ګډې اعلامیې کې چې داین پی ټی تړون دبیا کتنې د کنفرانس دمقدماتی کمیټې له دوهمې غونډې وروسته خپره شوی ، راغلی دی ، ماسکو اوبیجینګ دهغه څه په اساس چې د ملګروملتو دامنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې تصویب شوی دی ، دجامعې ایټمی موافقې له ا غیزمنې اجرا پر خپل بشبړ ملاتړ ټینګار کوی .
په دغې اعلامی کې روښانه شوې ده ، ماسکو اوبیجینګ په تیره بیا دجامعې ایټمی موافقې په چوکاټ کې د خپلو ژمنو دبشپړ اجرا لپاره په دغې موافقې کې د ټولو ګډون کونکو او دغه راز د دغې نړیوالې موافقې له اجرا د ملاتړ لپاره داین پی ټی تړون د ټولو غړو پرپابندۍ او له هغو اقداماتو پر ډډه کونې چې ددې د ا جرا خنډ کیږی ، ټینګار کوی .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلی دی ، روسیه اوچین د امینت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس په ایران کې د څارنې او پلټنو په تامینیدا کې د ایټمی انرژ ۍ دنړیوال آژآنس له اساسی روله ملاتړ کوی او په دې باب د دآژانس دمشر یو کیاآمانو له منظمې تائیدیدا چې ایران دجامعې ایټمی موافقې په چوکاټ کې پخپلو ژمنتیاؤ عمل کوی ،هرکلی کوی .