بوټی هم له یوبل سره خبرې اترې کوی
-
د جوارو دفصل ترمینځ هم د ځمکې لانډې د پیغام رسولو یو(۱) نظام شته .
زمونږ خبریال وایی د سټاک هوم سائنس پوهانو دغه خبره معلومه کړی ده چې بوټی هم له یوبل سره خبرې کوی
خو دبوټو دغه خبرې بې هدفه نه وی بلکې په وسیله یې نه یوازې یوبل پیژندی بلکې په وده کولو کښې هم له یوبل سره مرسته کوی .
په دغه نوی تحقیق کښې سائنس پوهانو دغه خبره معلومه کړی ده چې بوټی له خپلو جرړو څخه ځانګړی کیمیاوی مادې اخراجوی چې هلته نږدې شته بوټو ته په رسیدا سره هغه پیژندی او ورته وایی چې دده په ګاونډ کښې راټوکیدونکی بوټی دده په شان دی یا له ده مخالف دی .
په دې سربیره که چیرې بوټی یو (۱)شان وی نو د کیمیاوی مادو په تبادلې سره په ودې کښې له یوبل سره مرسته هم کوی .
د سټاک هوم سائنس پوهانو دغه نوی ایشوا کونه د جوارو په اړه دتحقیق په وخت رامینځته شوی ده چې پکښې معلومه شوی ده د جوارو دفصل ترمینځ هم د ځمکې لانډې د پیغام رسولو یو(۱) نظام شته .