د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې کاربندیز روان دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70674-د_هند_تر_کنټرول_لاندې_کشمیر_کښې_کاربندیز_روان_دی
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر خلکو په دغې سیمې کښې د هندي ځواکونو په برید کښې د څه باندې لسو کسانو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې نن یوځل بیا له کاره لاس اخیستی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2018 08:30 Asia/Kabul
  • د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې کاربندیز روان دی

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر خلکو په دغې سیمې کښې د هندي ځواکونو په برید کښې د څه باندې لسو کسانو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې نن یوځل بیا له کاره لاس اخیستی دی.

د دغه کاربندیز له امله په کشمیر کښې ټول دکانونه، سوداګریز مرکزونه، بازارونه او همداشان ښوونیز مرکزونه تړل شوي او د موبایل او انټرنیټ سروس هم بند شوی دی.

 دې کاربندیز د کشمیر سیمې د خلکو ژوند سخت ګډوډ کړی دی.

پرون د کشمیر په شوپیان سیمه کښې د هندوستان د وزیراعظم نریندر مودي د حکومت خلاف د خلکو په مظاهرو او له هندي ځواکونو سره یې په نښته کښې لس کشمیریان وژل شوي او ۱۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د کشمیر حریت کانفرنس له مشرانو څخه سید علي شاه ګیلاني، محمد یاسین ملک او میرواعظ عمرفاروق د عمومي کاربندیز د اعلانولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې د هندوستان حکومت د دباؤ او زور په کارولو سره غواړي د کشمیر خلک وځپي خو هیڅکله به بریالی نه شي.

کلونه وشول چې هندوستان د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي او په دریو لسیزو کښې یې ۶۸ زره کسان وژلي دي.