دعدسو دال ډیرې ګټې لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70692-دعدسو_دال_ډیرې_ګټې_لری
زمونږ خبریال وایی عدس یعنی دمسورو دال چې په عام ډول ورته د «مسور ملکه» هم ویل کیږی دانسان دخوراک لپاره مهم حبوبات ګڼل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2018 11:04 Asia/Kabul
  • عدس زیات ویټامین لري له کبله یې د انسان دبدن هډوګي او غاښونه مظبوطوي .
    عدس زیات ویټامین لري له کبله یې د انسان دبدن هډوګي او غاښونه مظبوطوي .

زمونږ خبریال وایی عدس یعنی دمسورو دال چې په عام ډول ورته د «مسور ملکه» هم ویل کیږی دانسان دخوراک لپاره مهم حبوبات ګڼل کیږی .

په لرغونی وخت کښې په یونان او روم کښې خلکو دعدس  دال

 په ډیر شوق سره خوړل .

د خواړو له پلوه په عدس کښې دولس (۱۲)فیصده رطوبت ، پینځویشت (۲۵) فیصده پروټین او  شپیته(۶۰) فیصده کاربوهایډریټس وی او دغه راز په زیاته اندازه پوټاشیم او فاسفورس هم لری .

دعدش دخوړلو خوند په خپل ځاې خو دغه دال ډیرې طبی ګټې هم لری .

ویل کیږی چې عدس دانسان زړه سپک او نرموی او له سترګو د اوښکو بهیدل کموی .

عدس د ایرن(Iron) او دپروټین(Protein) ترټولو ستره وسیله ده کوم چې دانسان د بدن د سیلولونو لپاره مهم دی چې پکښې د ویښتانو سیلولونه هم شامل دی .

عدس د انسان د ویښتانو د جرړو په پیاوړی کولو سربیره ویښتانو ته د ضروری خواړو دبرابرولو صلاحیت هم لری .

عدس دانسان د وینې د لوړ فشار او د  قند(Sugar) د کنټرول لپاره هم ترټولو ګټوره وسیله ده .

عدس دانسان په بدن کښې د کولیسټرو په کمولو سره زړه روغ ساتی او د انسان دوزن دکمولو  ډیر صلاحیت هم لری .

هغه کسان چې عدس خوری نو دبدن پوستکی یې نه خرابیږی او عمر یې هم کم بریښی .

عدس زیات ویټامین لری له کبله یې د انسان دبدن هډوګی او غاښونه مظبوطوی .

عدس ویټامین ای (Vitamin- A )، او ویټامین بی (Vitamin-B)لری نو ځکه خو دا دانسان دسترګو دنظر په پیاوړی کولو کښې ډیره مرسته کوی .

که چیرې تاسو غواړئ چې مخ او څیره مو هر وخت ښکلی او غوړه وی نو عدس په خپلو خواړو کښې ضرورت شامل کړئ .

په یوه(۱) پیاله عدس کښې دومره غذائیت وی چې هغه د ټوله ورځ د خواړو د ضرورت د پوره کولو لپاره کافی دی .