جرمنی او فرانسه جامعې ایټمی موافقې ته بشپړ پابند دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70710-جرمنی_او_فرانسه_جامعې_ایټمی_موافقې_ته_بشپړ_پابند_دي
همداراز د جرمنی خارجه وزیر هایکو ماس هم پخپلو څرګندونو کې په ډاګه کړه ، اروپائی هیوادونه اندیښمن دی ، چې په جامعې ایټمی موافقې کې هر ډول ناکامی د تاؤتریخوالی دزیاتیدا لامل کیږی او برلین په واشنګټن کې خپلو شریکانو ته وئیلی دی ، چې هماغه راز دغې نړیوالې موافقې ته د وفادارۍ غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2018 14:07 Asia/Kabul
  • جرمنی او فرانسه جامعې ایټمی موافقې ته بشپړ پابند دي

همداراز د جرمنی خارجه وزیر هایکو ماس هم پخپلو څرګندونو کې په ډاګه کړه ، اروپائی هیوادونه اندیښمن دی ، چې په جامعې ایټمی موافقې کې هر ډول ناکامی د تاؤتریخوالی دزیاتیدا لامل کیږی او برلین په واشنګټن کې خپلو شریکانو ته وئیلی دی ، چې هماغه راز دغې نړیوالې موافقې ته د وفادارۍ غوښتونکی دی .

روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړ ،  دفرانسې اوجرمنی خارجه وزیرانو نن  په برلین کې  په ګډ خبری کنفرانس کې  یوځل بیا  دامریکا هرډول فیصلې ته  له پام پرته ، جامعې ایټمی  نړیوالې  موافقې  ته  دخپلو هیوادونو او اروپائی اتحادئې پر  پابندۍ ټینګار وکړ . 

 دفرانسې  خارجه وزیر ژان ایو لودریّن   په دغه ګډ  خبری کنفرانس کې  ووئیل هیواد ئې له جرمنی   او انګلستان سره  یو ځای ،  جامعه ایټمی موافقه ،   له دې د وتلو لپاره د امریکا  احتمالی فیصلې ته له پامه پرته  په بشپړ  ساتی ا و  ورته پابند دی .

  همداراز د  جرمنی  خارجه وزیر  هایکو  ماس هم  پخپلو څرګندونو کې  په ډاګه کړه ،  اروپائی هیوادونه اندیښمن دی ،  چې  په جامعې ایټمی موافقې کې هر  ډول ناکامی  د تاؤتریخوالی دزیاتیدا لامل کیږی  او برلین  په واشنګټن کې  خپلو شریکانو ته وئیلی دی ، چې  هماغه راز  دغې نړیوالې موافقې ته د  وفادارۍ غوښتونکی دی .

  همداراز د انګلستان پخوانی  خارجه وزیر جک سټراؤ هم هیله ښودلې ، دامریکا ولسمشر ټرمپ  له جامعې ایټمی موافقې   د وتلو  ناسموالی درک کړئ شی ،ځکه ایران په دې زمینې کې  له نړیوال  ملاتړه  برخمن دی .

 دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  ګواښ کړی ، چې که  جامعه ا یټمی موافقه  د هغه  دخوښې وړ نشی ، نو هیواد به ئې  د مئ په دولسمه  پریږدی .

 داپه داسې حال کې دی چې  داسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف  بیګا یو ځل بیا  دجامَعې ایټمی موافقې د بدلولو او یا د هر ډول  بیا خبرواترو  په ردولو سره  وئیلی دی ، ا روپایان  د  جامعې ایټمی موافقې  دساتلو لپاره  باید امریکا مجبوره کړی ، چې  په دغې نړیوالې  موافقې کې خپلو شوو  ژمنو باندې دې عمل وکړی .