ډونالډټرمپ نن د اټومی موافقې په اړه فیصله اعلانوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70726-ډونالډټرمپ_نن_د_اټومی_موافقې_په_اړه_فیصله_اعلانوی
فارس خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیګا په ټویټر پاڼې باندې یوه(۱) پیغام کښې ولیکل دامریکا له ځایی وخت سره سم به نن د ورځې دوې (۲)چې دایران د ماسخوتن لس نیمې (۱۰:۳۰) بجې کیږی د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې د اټومی تړون په اړه خپله فیصله اعلان کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2018 00:07 Asia/Kabul
  • د نړۍ هیوادونه دامریکا دولسمشر ټرمپ په اپوټه دایران او دپینځه جمع یوې ډلې داټومي موافقې دساتلوغوښتونکي دي .
    د نړۍ هیوادونه دامریکا دولسمشر ټرمپ په اپوټه دایران او دپینځه جمع یوې ډلې داټومي موافقې دساتلوغوښتونکي دي .

فارس خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیګا په ټویټر پاڼې باندې یوه(۱) پیغام کښې ولیکل دامریکا له ځایی وخت سره سم به نن د ورځې دوې (۲)چې دایران د ماسخوتن لس نیمې (۱۰:۳۰) بجې کیږی د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې د اټومی تړون په اړه خپله فیصله اعلان کړی .

ایران او په جرمنی سربیره د ملګروملتونو دامنیت شورا پینځو (۵)دائمی غړیو امریکا، فرانسې ، انګلستان، روسیې او چین د ۲۰۱۵ میلادی کال په جولاۍ میاشت کښې اټومی موافقه لاسلیک کړه چې پراساس یې  ټاکل شوی ده دایران دسوله ایزو اټومی فعالیتونوپه ځینو برخو کښې د محدودیت د رامینځته کولو په بدل کښې د ایران داټومی پروګرام په ارتباط ټول یواړخیزه او نړیواله بندیزونه ختم شی .

خو دامریکا پخوانی حکومت تل د اټومی موافقې داجرا په لاره کښې خپلې ژمنې ماتولې .

سپینې ماڼۍ ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسیدا سره د اټومی موافقې په لاره کښې د واشنګټن کارړنګونې ددغه نړیوال تړون د لغوه کیدا  په ګواښ بدلې شوی دی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی دی که چیرې زما له نظر سره سم په اټومی موافقې کښې بدلون رانه وستل شی نو واشنګټن به له دغه تړون څخه ووځی .

خو داروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مشرې  میرمن فیډریکا موګرینی او د اټومی تړون نورولورو هیوادونو په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی تړون له نړیوالې ټولنې سره اړه لری جوته کړی ده دا داسې تړون نه دی چې په دوه اړخیزه ډول لاسلیک شوی وی اوپکښې کوم بدلون راوستل شی .

د نړۍ هیوادونه دامریکا دولسمشر ټرمپ په اپوټه دایران او دپینځه جمع یوې ډلې داټومی موافقې دساتلوغوښتونکی دی .