جرمنی او فرانسه داټومی موافقې دساتلو هڅه کوی
-
له ایران سره اټومي تړون دنیاډیره امنه کړي ده او ددغه تړون ماتي به دحالاتو دخرابیدا سبب شي .
زمونږ خبریال وایی د جرمنی خارجه وزیر هیکو ماس (Heiko Maas)وویل د فرانسې او د انګلستان په ملګرتیا سره به د ایران داټومی موافقې دساتلو لپاره خپله ټوله هڅه وکړی .
هغه بیګا په برلین کښې د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایولوډریان سره په ګډ خبرې کانفرنس کښې وویل پاریس او برلین اونۍ اونۍ کیږی چې په ګډه له انګلستان سره یوځاې په جدی او په پراخ ډول دایران په اټومی موافقې کښې د پاتې کیدا ملاتړ کوی .
دجرمنی دبهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وویل په تیرو اونیو کښې مونږ د ایران داټومی موافقې په اړه ښه وړاندیزونه مطرح کړل چې داروپایی اتحادیې دریځونه زمونږ دشریکې امریکا دریځونه ته ډیر نږدې شی .
هغه وویل مونږ د تیر وخت په شان دا باور لرو چې له ایران سره اټومی تړون دنیاډیره امنه کړی ده او ددغه تړون ماتی به دحالاتو دخرابیدا سبب شی .