ملګری ملتونه د ایران داټومی تړون ملاتړ کوی
May 08, 2018 01:19 Asia/Kabul
-
پیکینک به د نړیوال اټومي تړون د ساتلولپاره خپله هرډول هڅه وکړي .
فارس خبری اژانس وایی د ملګروملتونو د سرمنشی ویندوی اسټیفان ډوجاریک (Stéphane Dujarric)پرون ټینګار وکړ دغه اداره داټومی موافقې ملاتړ کوی .
هغه اټومی موافقه د یوې(۱) ډیپلوماټیکې بریا په توګه یاد کړه او ډاګینه یې کړه دغه نړیوال تړون د نړۍ د ثبات دساتلو لپاره ضروری دی .
په ملګروملتونو کښې د چین سفیر شی ژونګجون(SHI Zhongjun) هم پرون په دې خبرې ټینګار سره چې پیکینګ د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې داټومی موافقې ملاتړ کوی وویل اټومی تړون باید وساتل شی .
هغه له اټومی موافقې دامریکا وتل غلط کار وباله او ویې ویل له اټومی تړون وتل د نړیوالې ټولنې لپاره ښه پیغام نه دی .
په ملګروملتونو کښې دچین استازی شی ژونګچون (SHI Zhongjun)وویل پیکینک به د نړیوال اټومی تړون د ساتلولپاره خپله هرډول هڅه وکړی .
ټیګونه