مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70764-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی له رسنیو سره د ایران د خارجه وزارت د ویاندوی مرکه چاپ کړې ده، چی ځینی برخی یی را اخلو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2018 10:26 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی له رسنیو سره د ایران د خارجه وزارت د ویاندوی مرکه چاپ کړې ده، چی ځینی برخی یی را اخلو:

د یادې ورځپاڼی په لیکنه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندوی « بهرام قاسمی » له رسنیو سره په مرکه کی څرګنده کړه: اټمی جامع پروګرام(برجام) ځانته یو لړ ځانګړنی لری، او یوه څو اړخیزه او نړیواله موافقه ده، او له برجام څخه وتل په آسانۍ سره شونی نه دی. بهرام قاسمی؛ د دی پوښتنی په ځواب کی چی د تیری اونۍ د پنجشنبی په ورځ، د یمن په شمول د سیمی د مسایلو په هکله، د ایران او د څلورو اروپایی هیوادونو د مذاکرو کتونکی ؤو؛ آیا پدې اړه د ایران او اروپا ترمنځ کومه نوې موافقه شوې ده؟ وویل: نوې موافقه نده شوې او په راتلونکی به هم ونه شی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند؛ له خبریالانو سره د مرکې په دوام کی، له ایران سره د اړیکو د پری کولو په منظور د مراکش د تصمیم، او د دغې موضوع د علت په هکله ډاګینه کړه: د مراکش خارجه وزیر د تیری اونۍ د سه شنبی په ورځ تهران ته راغئ، او په خارجه وزارت کی یی له ښاغلی ظریف سره لیدنه درلوده. پدې لیدنه کی دوی یولړ موضوعګانی او ادعاوی مطرح کړې، چی د خارجه وزیر له خوا یی لازم ځواب ترلاسه کړ. پدې لیدنه کی د مراکش ادعاوی او څرګندونی، کاملاً غلطې؛ بی ځایه او احتمالاً د ټاکلو مرکزونو له خوا لارښوونه شوی وې.

د مراکش خارجه وزیر، خپل هیواد ته له ستنیدو وروسته اعلان وکړ؛ چی مراکش له ایران سره خپلې اړیکی پری کوی، او په تهران او رباط کی به د دؤو هیوادونو سفارتونه وتړل شی.

*******

 د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی تر دی سرلیک لاندی چی « د ایران د نرم نفوذ د کچی لوړیدل »؛ د لبنان د پارلمانی انتخاباتو په اړه په یو راپور کی راغلی دی:

د لبنان د پارلمانی انتخاباتو د دې دورې کلی فضا، د نورو مخکنیو دورو په پرتله، او د منځنی ختیځ د تاوتریخجنو حالاتو په خلاف، نسبتاً آرامه او سالمه فضا وه. ائتلافونه زیاتره انتخاباتی ؤو؛ نه سیاسی او د ملی په کچه هم نه ؤو؛ بلکه د انتخاباتی حوزو په کچه ؤو. پدی منځ کی؛ د لبنان د حزب الله انتخاباتی ائتلافونه، د یاد ګوند د سیاسی کرښې په اساس ؤو، او دغه غورځنګ د نورو جریانونو په خلاف؛ د خپل دغه سیاسی کرښی په ضد عمل ونه کړ، او له خپلو سیاسی سیالانو سره یی ائتلاف ونه کړ. د لبنان د وروستیو پارلمانی انتخاباتو نتیجه به، د حزب الله سیاسی موقعیت ته لوړوالئ ور وبخښی، او په داخلی مناقشو او سیالیو کی به د یاد غورځنګ د چنې وهلو قدرت ور زیات کړی.

لنډه داچی؛ د لبنان د پارلمانی انتخاباتو نتیجی، روښانه پیغامونه لری؛ چی د هغو له جملی څخه د حزب الله غورځنګ د سیاسی موقعیت لوړاوی؛ د ایران د نرم نفوذ د کچې زیاتوالی او د عربستان د نفوذ کموالی ته اشاره کولای شو.

د تهران چاپ د شرق په ورځپاڼه کی د پوتین د ؤلس مشرۍ د څلورمی رسمی دوری د پیلیدو په هکله د یو تحلیلی راپور په سرلیک کی لیکل شوی:« د ابدی ؤلس مشر شکونه ».

د شرق ورځپاڼی د یاد راپور په دوام کی راغلی دی: تیره ورځ «ولادیمیر پوتین» رسماً د خپل جمهوری ریاست څلرمه دوره پیل کړه. هغه نږدی یونیم میاشت وړاندی، د څه د پاسه ۷۵ فیصده رایی په ګټلو سره، وکولای شول خپل ډیر ښه انتخابای فعالیت او کړچار ثبت کړی، او تر ۲۰۲۴ م کاله پوری په قدرت کی د خپل شتون  ضمانت وکړی. دغو چارو ته په پام سره هغه له جوزف اسټالین څخه وروسته، لمړنئ سیاستوال یادیږی؛ چی دوه لسیزی په قدرت کی پاتیږی، او همدغه مسئله ددی سبب ګرځی چی په روسیه کی د یو مهم بدلون انتظار ونه لرو. البته؛ بین المللی شرایطو، له لویدیځ سره د مسکو د لانجی سختیدو او همداراز د داخلی نا رضایتیو زیاتیو په پام سره، پوتین په راتلونکو شپږو کلونو کی، د روسیی په داخل او بهر کی له یو لړ چلنجونو او مشکلاتو سره مخامخ دئ. خو د دغو مشکلاتو ور آخوا، پوتین له ۲۰۲۴ کال وروسته؛ د روسیی د اوسنی اساسی قانون سره سم، نه شی کولای د دریو پرله پسی دورو لپاره، د ؤلس مشرۍ لپاره کاندید شی.  

اوس د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:

د کابل ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په اندونیزیا کې د افغان سولې په اړه پر جوړېدونکې غونډې او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې پر بهیر لیکنې کړی دی.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې لیکلی دی، که څه هم د افغان سولې په اړه د اندونیزیا غونډه چې پکې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دینی عالمان برخه اخلی؛ د جمعې په ورځ جوړېږی، خو طالبانو سر له اوسه افغان دینی عالمانو ته خبرداری ورکړی، چې په دې غونډه کې دې برخه نه اخلی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې په غونډه کې به پاکستانی ملایان هم تر ډېره هڅه کوی چې په افغانستان کې د روانې جګړې پر مشروعیت خبرې وکړی او د دې ناولی جګړې پر دوام ټینګار وکړی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی، که افغان او اندونیزیایی دینی عالمان د پاکستان ملایان مات هم کړی، او په افغانستان کې روانه جګړه فساد وبولی، خو طالبانو د غونډې په اړه د خپل دریځ په اعلانولو سره دا وښودله چې د غونډې پایلې که هرڅه وی، دوی ته د منلو نه دی.

ملی ارمان:

ملی آرمان ورځپاڼې لیکلی دی چې د اندونیزیا کنفرانس په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې کومه مرسته نشی کولای او دا ځکه چې په افغانستان کې روانه جګړه له دینی عالمانو سره کوم تړاو نه لری، بلکې دا جګړه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د اهدافو لپاره پیل شوې ده.

ورځپاڼې لیکلی دی، تر هغو چې د دغو هېوادونو اهداف ترلاسه نشی دا جګړه به همداشان دوام وکړی.

ورځپاڼې دا هم لیکلی دی، طالبان چې په افغانستان کې د جګړې یو اصلی لوری دی، حاضر نه دی چې له افغان دولت سره خبرو ته کښېنی او دا ځکه چې د ورځپاڼې په وینا دا ډله تر ډېره په دې باور ده چې ممکن د حکومت پر وړاندې په جګړه کې برلاسی شی.

ورځپاڼې لیکلی دی، تر هغو، چې پاکستان، طالبان او امریکا

په افغانستان کې د سولې غوښتونکی نشی، د جګړې د اور

خاموشه کېدل به ګران وی.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې امریکایی څېړونکو د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د امریکا پر نوی ستراتیژۍ انتقاد کړی او لیکلی دی چې دې ستراتیژۍ د جګړې په جغرافیه کې کوم بدلون نه دی راوستلی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د امریکایی څېړونکو یو اساسی انتقاد دادی چې دې ستراتیژۍ د افغانستان په اړه د اسلام اباد په تګلاره کې هم کوم بدلون نه دی راوستلی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې امریکایی څېړونکو په خپل یو رپورټ کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی لیکلی دی چې په روان کال کې به په افغانستان کې وضعه د پخوا په څیر خرابه وی او افغان ځواکونه به تر ډېره د طالبانو ترفشار لاندې وی.

د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر بیا هم د کابل ورځپاڼو مهم سرلیکونه جوړوی چې په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه یې بېلابېلې تبصرې کړی دی.

 

هېواد:

هېواد دولتی ورځپاڼې د افغان ولسمشر په حواله په یو مطلب کې لیکلی دی چې افغان ملت باید په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړی.

ورځپاڼې وړاندې په کابل او خوست کې د نوم لیکنې پر مرکزونو حملو ته په اشارې د ښاغلی غنی په حواله لیکلی دی چې د نوم لیکنې پر مرکزونو حملې د افغانستان پر خپلواکۍ، ولسواکۍ او آزادی حملې دی او د افغانستان دښمنان غواړی چې د دې حملو په وسیله په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو بې ثباتۍ ته دوام ورکړی.

خو ورځپاڼې په خپلې سرلیکنه کې د ښاغلی غنی دا هوډ راخیستی دی چې ویلی دی، دا ډول حملې د انتخاباتو مخه نشی نیولی، انتخابات ملی بهیر دی او انتخابات به هرو مرو کېږی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم د نوم لیکنې پر مرکزونو د حملو په اړه د ولسمشر اشرف غنی څرګندونې راخیستی دی او لیکلی یې دی چې ښاغلی غنی د نوم لیکنې پر مرکزونو حملې پر ولسواکۍ حملې دی.

خو ورځپاڼې لیکلی دی چې له دی حملو سره سره ولسمشر وویل چې د ولسی جرګې، د ولسوالیو د شوراګانو او جمهوری ریاست انتخابات به پر خپل ټاکلی وخت ترسره شی.

ورځپاڼه لیکی چې ولسمشر دا هم وویل چې هر هغه څوک چې انتخابات ګډوډوی په حقیقت کې په هېواد کې د ثبات د ګډوډولو هڅه کوی.