د برجام د ساتنی او ادامې په هکله د اروپا هوډ
دریو اروپایی هیوادونو؛ یعنی« فرانسی؛ جرمنی او بریتانیی » په یوې ګډه بیانیه کی اعلان وکړ: چی د ایران په اټمی موافقه کی د امریکی د پاتی کیدو یا نه پاتی کیدو په باره کی د دغه هیواد له فیصلې څخه ورتیر، په برجام ژمن پاتیږی.
د فرانسی خارجه وزیر« ژان ایو لودریان »، په برلین کی له خپل آلمانی همرتبه «هایکو ماس» سره له لیدنی وروسته، د برجام په باره کی له بریتانیی سره مل؛ د دغو دؤو هیوادونو د ګډې بیانیی د صادریدو خبر ورکړ. پدې بیانیه کی؛ د برجام په ساتنې په ټینګار سره، اعلان شوئ، چی برلین؛ لندن او پاریس پدغې موافقی په ژمن پاتی کیدو هوډمن دی.
د امریکی ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ »، په نږدی راتلونکی کی له برجام څخه د وتلو، یا په هغه د ژمن پاتی کیدو په اړه خپل تصمیم اعلانوی. له همدې کبله؛ د هغه د ساتلو لپاره د اروپایی لورو هلې ځلې زیاتی شوی دی. اروپائیان؛ د خپلو خاصو دلایلو له کبله، د
برجام د ساتلو غوښتونکی دی. د هغوی له نظره برجام کړای شوی دی، چی له هغه څخه د نظر وړ اهداف، یعنی؛ د پراخو پلټنو په ترسره کیدو، د سانټریفوژونو د شمیر په محدودیدو، او له ایران څخه د پاخه شویو یورانیمو د پام وړ برخی په ایستل کیدو سره پرځایښت ومومی. اروپائیان؛ برجام ته د یواځی اټمی موافقې په توګه ګوری؛ چی تر اوسه بریمن ؤ. د اروپایی لوری له نظره، د برجام له موافقې پرته؛ د ایران د اټمی پروګرام لپاره، د کنټرول او محدودولو په منظور؛ هیڅ بل رښتنئ بدیل وجود نه لری.
د جرمنی خارجه وزیر« هایکو ماس » باوری دئ:« د برجام موافقې نړۍ امن کړې ده، او له هغه پرته به دنیا نا امنه شی». نوموړئ د برجام د ماتې د عواقبو په هکله وایی:« له دې کبله اندیښمن یو؛ چی د برجام ماته د کړکیچ او بحران سبب شی، او د ۲۰۱۳ کال ته ور وګرځو، او دا هغه څیز دئ چی هیڅوک د هغه غوښتونکئ نه دئ».
دا پداسی حال کی ده؛ چی« ټرمپ » په اساسی توګه، د برجام په باره کی بل ډول نظر لری. د امریکی ؤلس مشر؛ تل برجام ویرونکې موافقه بللې، او د هغه د لغوه کیدو غوښتونکئ دئ. داسی یو تصمیم؛ چی د نړیوالې ټولنې او د برجام د نورو اړخونو، یعنی
« د بریتانیی؛ فرانسی؛ روسیی؛ چین؛ جرمنی او اروپا اتحادیی » او حتی د زیاترو امریکایی مقامونو او شخصیتونو له پراخو نیوکو سره مخامخ شوئ دئ. هغه؛ پدی ډول د برجام د اصلاح کیدو غوښتونکئ دئ، چی په ایران پوری نور مربوط مسایل، د هغو له جملې څخه د ایران توغندویی توانمنۍ او سیمه ایز اقدامات هم پکی شامل شی. ټرمپ؛ ګواښ کړئ چی پدې زمینه کی د اروپائیانو د ملګرتیا نه کولو په صورت کی، د مۍ د ۱۲ نیټې الټیماټم ته په پام سره؛ چی پدغه تاریخ کی باید د ایران په ضد، د امریکی کانګرس د بندیزونو د لغوه کیدو د ځنډولو د ادامې په باره کی، تصمیم ونیسی؛ له دغه کار څخه په ډډه کونی سره به، عملاً امریکا؛ له برجام څخه وباسی. په مقابل کی، ایران؛ په برجام د ژمن پاتی کیدو په اعلان سره، ویلی دی: چی له برجام څخه د امریکی د وتلو په صورت کی به، خپل د نظر وړ ګزینی او پلانونه اجرا کړی. البته اروپائیانو هڅه کړې ده؛ چی امریکی ته د دریو اروپایی هیوادونو د مشرانو او لوړ پوړو مقامونو په سفر کولو، یعنی؛ د فرانسی د ؤلس مشر« امانوئل ماکرون »، د جرمنی د صدراعظمی« انګلا مرکل » او د بریتانیی د خارجه وزیر «بوریس جانسون» په سفرونو، او له ټرمپ سره د هغوی په سلا
مشورو سره، نوموړئ له دغه اقدام څخه واړوی، او ټرمپ ته یی وعده ورکړې ده؛ چی د هغه د برجام څخه د بهرو غوښتنو څخه ملاتړ وکړی، او د دغو مواردو د منلو لپاره به، په ایران فشار واچوی. له بلې خو اوس په اروپا کی دا نظر مطرح شوئ، چی اروپا باید د برجام برخلیک؛ د واشنګټن په تصمیم پوری ونه تړی.
په کلې توګه؛ «اروپا» نن سبا، په برجام د ژمن پاتی کیدو، یا د ایران په خلاف له ټرمپ سره د ملګرتیا، د برخلیک ټاکونکی دوه لارې په سر راغلې ده. پدې زمینه کی د اروپا تصمیم به، د منځنی ختیځ او نړۍ په امنیت او برخلیک اغیز وشیندی.