له برجامه د امريکې د وتلو په فېصلې د اوباما نيوکه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70804-له_برجامه_د_امريکې_د_وتلو_په_فېصلې_د_اوباما_نيوکه
د امريکې مخکيني ولسمشر له برجام څخه د امريکې د وتلو لپاره د ډونالډ ټرمپ د اقدام په ردعمل کښې د خپل هېواد د ولسمشر دغه اقدام تېروتنه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2018 00:58 Asia/Kabul
  • له برجامه د امريکې د وتلو په فېصلې د اوباما نيوکه

د امريکې مخکيني ولسمشر له برجام څخه د امريکې د وتلو لپاره د ډونالډ ټرمپ د اقدام په ردعمل کښې د خپل هېواد د ولسمشر دغه اقدام تېروتنه وبلله.

د ايرنا د رپوټ له مخې باراک اوباما چې په حکومت کښې يې له ايران سره د پينځه جمع يو ډلې موافقه ترلاسه شوه په يوې بيانيه کښې دې ته په اشارې سره چې برجام هغه موافقه وه چې نامتو ډېپلومېټانو او دانشورانو په ګڼ شمېر، کوټلو او حساسو خبرو اترو کښې برابره کړه وويل: له برجامه وتل د امريکې ډېرو نزديو انډيوالانو ته شا کولو په معنا دي.

باراک اوباما د دې په بيانولو سره چې په ډېموکرېسۍ کښې به تل له يو حکومت نه بل حکومت ته په سياستونو او ترجيحاتو کښې بدلونونه شتون ولري زياته کړه، د داسې موافقه ليکونو چې امريکه يې يوه برخه وه تر پښو لاندې کول د واشنګټن د اعتبار ترپوښتنې د راتلو خطر له ځان سره لري.

اوباما په دې باندې په تاکيد سره چې برجام يوازې د امريکې د حکومت او د ايران د حکومت ترمېنځ موافقه نه ده تاکيد کړو، دا ډول موافقو ته بې پامي امريکه د دنيا له مهمو قوتونو سره په مقابل کښې راولي.

همدارنګ د امريکې د خارجه وزارت مخکيني مرستيال ټوڼي بلېنکن هم له ايران سره له اېټمي موافقې څخه د وتلو په اړه د ډونالډ ټرمپ له اعلانه وروسته سي اېن اېن ته په دې ويلو سره چې دا تندلارو او افراطيانو ته يوه تحفه وه وويل: ټرمپ په لسو منټو کښې د کلونو کلونو نړيوالو کوششونو او اجماع نتيجه ورانه ويجاړه کړه.

د امريکې د ولسمشر دغه اقدام د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مشرې او د برطانيې، فرانسې او جرمني په شمول د مختلفو هېوادونو له پراخو نيوکو سره مخامخ شو او اعلان يې وکړ چې په برجام به پابند پاتې شي.