د غويي د نولسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو له برجام (ایټمي موافقې) څخه د وتلو په هکله د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پریکړې او ورته د ایران او نړۍ د غبرګونونو خبرونو ته پراخ انعکاس ورکړی دی.
اطلاعات ورځپاڼې بیګا د ټرمپ له پریکړې او اعلان وروسته د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني د وینا د وخت یو انځور چاپ کړی او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: له برجامه د امریکې وتل د دروغو په امپراطورۍ د نړۍ د اعتماد پاې
ډاکټر روحاني بیګا په خپله وینا کښې وویلک له دې شیبې څخه ایټمي موافقه د ایران او پنځو هیوادونو سره ده.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ګډ اقدام له بشپړه پروګرام يا برجام څخه د امريکې د وتلو له اعلانه وروسته وويل: امريکه هيڅکله په خپلو ژمنو پابنده نه وه او نه ده او له برجامه يې وتل له مخکې اټکل شوي وو.
حجت الاسلام والسلمين حسن روحاني وويل: له دې وروسته به دغه موافقه له پينځو هېوادونو يعنې روسيې، چين، فرانسې، برطانيې او جرمني سره د ايران د ملګرتيا موافقه شي.
روحاني له نړيوالې موافقې برجامه د امريکې وتل اټکلېدونکي وبلل او ویې وويل: د اسلامي انقلاب څلوېښت کاله او حتی له هغه مخکې تاريخ مونږ ته دا ثابته کړې ده چې امريکايانو د ايران د ستر ملت او د سيمې د ملتونو په وړاندې تل غليمانه چلند لرلے دے او هيڅکله يې د سيمې او نړۍ د صلحې او ثبات په لاره کښې تګ نه دے کړے.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د نړيوالو موافقه ليکونو په وړاندې د ټرمپ د حکومت بدقوليو ته په اشارې سره وويل: د برجام په اړه د ټرمپ فېصله د ايران په خلاف د يو نفسياتي جنګ شروع ده خو د ايران مقاوم ملت به د دغه نفسياتي جنګ تر تاثير لاندې رانشي.
ډاکټر حسن روحاني زياته کړه، د امريکې د بدقولۍ باوجود به برجام موافقه پائېدونکې پاتې شي او مونږ کولې شوو له نورو شريکانو سره د صلحې په لار کښې قدم واخلو. خو که زمونږ ګټې پوره نه شي نو په هغو حالاتو کښې به نوې فېصلې وکړوو.
اعتماد:
د تهران چاپ اعتماد ورځپاڼې هم د برجام په اړه لیکلي دي: د امريکې ولسمشر له اېټمي موافقې «برجام» څخه د وتلو فرمان لاسليک کړ.
په خبر کښې لولو چې ټرمپ په خپلو څرګندونو کښې د سيمې د هېوادونو په چارو کښې د مداخلت په شمول د ايران په اسلامي جمهوريت د بې بنيادو تورونو په لګولو سره ادعا وکړه چې تهران د برجام په موافقه ليک سره د اېټمي وسلو د برابرولو په درشل کښې راځي.
له برجام څخه په وتلو کښې د امريکې يو اړخيز اقدام په داسې حال کښې رامنځته کيږي چې تر اوسه له صهيونېسټ رژيم نه بغېر مختلفو هېوادونو تر اوسه له دغه موافقه ليک څخه خپل ملاتړ اعلان کړے دے.
د رپوټونو له مخې بنيامين نېتن ياهو له برجامه د امريکې د وتلو له اعلانه څو منټه وروسته د سپينې ماڼۍ له دغه اقدام څخه خپله خوشحالي څرګنده کړه.
جمهوري اسلامي:
خو جمهوري اسلامي ورځپاڼې له برجام څخه د اروپايي اتحادیې او ځینو اروپایانو هیوادونو د ملاتړ خبر ته انعکار ورکړی او لیکلي یې دي: په برجام د برطانيې، جرمني او فرانسې پابندي.
د برطانيې، جرمني او فرانسې مشرانو له برجامه د امريکې د ولسمشر ډونالډټرمپ د فېصلې په ردعمل کښې د يوې بيانيې په خپرولو سره له ايران سره په اېټمي موافقې باندې په خپلې پابندۍ تاکيد وکړ.
په دغه ګډه بيانيه کښې چې يوه نسخه يې د برطانيې د وزيراعظمې د دفتر په سائيټ کښې خپره شوه د دې په بيانولو سره چې برجام د ملګرو ملتو د امنيت د شورا لخوا د رايو په اتفاق سره په ۲۲۳۱ پرېکړليک کښې تصويب شو راغلي دي، دغه موافقه د برطانيې جرمني او فرانسې لپاره هم هغه شان اهميت لري.
په دې بيانيه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا پرېکړليک د ايران د اېټمي پروګرام په باره کښې يو لازمي او قانوني چوکاټ ګڼل کيږي له ټولو خواو غوښتل شوي دي چې د برجام په پوره اجرا دې ژمن اوسي او ورباندې دې ذمه وارانه عمل وکړي.
په دغه بيانيه کښې همدارنګ له ايرانه وغوښتل شول چې له برجامه په وتلو کښې د امريکې د فېصلې په مقابل کښې دې له زغم څخه کار واخلي.
کیهان:
کیهان بیا لیکلي چې اسرائيل، سعودي او بحرين له برجامه د امريکې د وتلو ملاتړي
له برجامه د امريکې د وتلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر له اقدام سره د نړۍ د هېوادونو له پراخ مخالفت او ورباندې له نيوکو سره په يو وخت صهيونېسټ رژيم، سعودي او بحرين د امريکې له دغه اقدام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
له صهيونېسټ رژيمه وروسته سعودي او بحرین هم اعلان وکړ چې له ايران سره له اېټمي موافقې څخه په وتلو کښې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اقدامه ملاتړ کوي.
د سعودي رژيم چې له څو کلونو راهسې د امريکې په سياسي او فوځي ملاتړونو سره د سوريې، عراق او يمن په شمول په مينځني ختيځ سيمه کښې د واشنګټن او صهيونېسټ رژيم د ګټو د پوره کولو په هدف سره د جنګ اور لګولو په لټه کښې دے پرون د امريکې د دغه اقدام ملاتړ اعلان کړ.
بحرين هم چې په دې وروستيو کلونو کښې د امریکې په ملاتړ سره د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو ځپل په خپله اېجنډا کښې راوستلي دي اعلان وکړ چې منامه له اېټمي موافقې څخه د واشنګټن له وتلو او د ايران په خلاف د بائيکاټونو له سختولو ملاتړ کوي.
له سعودي او بحرينه مخکې د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتن ياهو هم په يوه وېنا کښې د ټرمپ له فېصلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړے دے. له بلې خوا د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشرۍ د ټرمپ له دغې فېصلې وروسته وويل چې اروپا به له ايران سره ملګرتيا او په برجام کښې پاتې کېدو ته دوام ورکړي.
کابل چاپ
سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو له لوري په پيسو او زور د تذکرو اخیستلو ته اشاره کړې او په یو جلا مطلب کې يې لیکلي دي «د نن ورځې سوالګر د سبا زور واکي»
د مطلب لیکوال د سرخط د موندنو پر اساس لیکي: د افغانستان په یو شمېر سیمو کې احتمالي نوماندان له خلکو تذکرې په پیسو او زور اخلي او د انتخاباتو تر ورځې يې له ځانه سره قیدوي.
په مطلب کې راغلي چې دغه ستونزه په کابل، تخار، سرپل او غور ولایتونو کې موجوده ده.
د مطلب لیکوال د دې تر څنګ دې ته هم اشاره کوي چې په یو شمېر سیمو کې د انتخاباتو د نوملیکنې د پروسې زیاتره کارکوونکي د ولایتي شورا د غړو او د سیمهییزو زورواکانو خپلوان او نږدې کسان دي چې په زور او واسطو پهدې پروسه کې د مأمورینو په توګه ګمارل شوي دي.
ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د جعلي تذکرو وېش د انتخاباتو د شفافیت پر وړاندې ننګونه ګڼي او په خپله سرمقاله کې لیکي چې پهداسې حال کې چې په ټول هېواد کې د نوملیکنې او د تذکرو د وېش پروسه روانه ده، خو په یو شمېر سیمو کې د جعلي تذکرو وېشل هم ګرم بازار لري.
د سرمقالې لیکوال لیکي: د دوی د معلوماتو له مخې د جعلي تذکرو د وېش مسئله زیاتره په کابل، ننګرهار او فراه ولایتونو کې موجوده ده او دغه ستونزه د ثبت احوال نفوس ادارې هم تأييد کړې ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي که د جعلي تذکرو وېش همدغسې جریان پیدا کړي، نو د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو فکر باید ونهکړو او یو وار بیا به زورواکي او بېسواده کسان واک ته ورسېږي او راتلونکی پارلمان به پاک نهوي.
پاکستان به خپل ۱۵ دیني عالمان دې غونډې ته واستوي.
مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې په تړاو د جاکارتا ناستې ته اشاره کړې او د افغانستان د سولې شورا له قولهیې لیکلي چې په دغې ناسته کې د ګډون په هدف د افغان عالمانو یو پلاوی جاکارتا ته رسېدلی دی.
راپورونه وايي چې د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې به د افغان سولې په تړاو دغه ناسته د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي په دې ناسته کې پاکستاني عالمانو هم خپل ګډون تأييد کړی او ټاکل شوې چې خپل ۱۵ دیني عالمان به دې غونډې ته واستوي.
ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د ویاند له قوله وړاندې لیکلي چې دغه ناسته به یوه ورځ دوام وکړي او د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان ۴۵ دیني عالمان به پهکې ګډون وکړي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د بشر د حقونو د څار سازمان هغه راپور راخیستی چې عنوانيې دی "هېڅ ځای خوندی نهدی".
ورځپاڼې د دغه راپور په حواله لیکلي چې وسلهوالو مخالفینو پر ملکي کسانو خپلې حملې زیاتې کړې دي.
ورځپاڼې لیکلي پر ملکیانو د وسلهوالو مخالفینو د حملو زیاتېدو کورنۍ او د جګړې د قربانیانو پاتې کسان سختو مالي او روغتيايي مرستو ته اړ کړي.
ورځپاڼې لیکلي:
پهدې راپور کې له افغان حکومته غوښتنه شوې چې داسې پروګرامونه ترتیب کړي چې له مخې يې د ترورېستي ډلو د حملو د قربانیانو د اړتیاوو غم وخوړل شي.