ایران په خپلو ایټمی ژمنو پایبنده دې
امانو زیاته کړه د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس تایدوی چی د ایران ایټمی ژمنې تر ننه اجرا کیږی .
له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو په فیصلې پسې د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس مشر یوکیا امانو یو ځل بیا تایید کړه چی ایران د برجام په اساس خپلې ایټمی ژمنې پوره کړی دی .
د ایرنا له راپور سره سم یوکیا امانو نن په یوه بیانیه کې له ایټمی موافقې د وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ فیصلې ته له اشارې پرته ټینګار وکړ ایټمی اژانس د برجام په اړه بدلونونه له نږدې تعقیبوی او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غوښتنې او د اژانس د واکمنې شورا په اجازې په ۲۰۱۵ کال کې تر ایټمی موافقې لاندې د ایران د ایټمی ژمنو د اجرا ازمویلو او څارنې کار ترسره کوی .
امانو زیاته کړه د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس تایدوی چی د ایران ایټمی ژمنې تر ننه اجرا کیږی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د نهې په ورځ د ایران پرضد د بې اساسه تورونو په مطرحولو سره په رسمی توګه له ایټمی موافقې د واشنګټن وتل اعلان کړل .