ایران په خپلو ایټمی ژمنو پایبنده دې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70862-ایران_په_خپلو_ایټمی_ژمنو_پایبنده_دې
امانو زیاته کړه د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس تایدوی چی د ایران ایټمی ژمنې تر ننه اجرا کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2018 14:46 Asia/Kabul
  • ایران په خپلو ایټمی ژمنو پایبنده دې

امانو زیاته کړه د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس تایدوی چی د ایران ایټمی ژمنې تر ننه اجرا کیږی .

له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو په فیصلې پسې د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس مشر یوکیا امانو یو ځل بیا تایید کړه چی ایران د برجام په اساس خپلې ایټمی ژمنې پوره کړی دی .

د ایرنا له راپور سره سم یوکیا امانو نن په یوه بیانیه کې له ایټمی موافقې د وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ فیصلې ته له اشارې  پرته ټینګار وکړ  ایټمی اژانس د برجام په اړه بدلونونه له نږدې تعقیبوی  او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غوښتنې او د اژانس د واکمنې شورا په اجازې په ۲۰۱۵ کال کې تر ایټمی موافقې لاندې د ایران د ایټمی ژمنو د اجرا ازمویلو او څارنې کار ترسره کوی .

امانو زیاته کړه  د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس تایدوی چی د ایران ایټمی ژمنې تر ننه اجرا کیږی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د نهې په ورځ د ایران پرضد د بې اساسه تورونو په مطرحولو سره  په رسمی توګه له ایټمی موافقې د واشنګټن وتل اعلان کړل .