داسلامی ایران پرضد دامریکا سیاستونه به هیڅ اغیز ونلری
-
دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې پنجشنبې ورځ دایران په دریو (۳)شرکتونو او شپږو (۶)کسانو بایکاټونه ولګول.
د ایټالیا کوریره ډلاسره (Corriere della Sera)ورځپاڼې راپور ورکړ د واشنګټن په جان هاپکینز پوهنتون(Johns Hopkins University) کښې د نړیوالو پرمختللیو مطالعاتو دموسسې مشر ولی نصر له اټومی موافقې د امریکا د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ فیصلې ته په اشارې سره وویل له ایران سره د ډونالډ ټرمپ بدمعاشۍ به هیڅ ګټه ونلری .
هغه وویل دامریکا د ولسمشر ټرمپ له بدمعاشۍ ډک سیاستونه به په ایران هیڅ اغیز ونه شیندی .
ولی نصر زیاته کړه دامریکا د ولسمشر ټرمپ کړچار سبب کیږی چې چین له امریکا سره د اقتصادی او تجارتی سیالۍ په ډګر کښې ګټونکی شی او د چین او دنورو غیر اروپایی هیوادونو د پیرورۍ نه کولو په علت دامریکا نوی بندیزونه به په ایران دباو رانه ولی .
دامریکا دغه سیاسی کارپیژاند ولی نصر وویل له اټومی موافقې دامریکا وتل په داسې حال کښې چې ایران په خپلو ټولوژمنو عمل کړی دی د ولسمشر ټرمپ له دروغو ډک تورونه په لویدیځو هیوادونو د عمومی افکارو د بې اعتمادۍ سبب کیږی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د می دمیاشتې په اتمه(۸) نیټه دایران پرضد دچټی تورونو په تکرارولو او سپکاوی سره وویل واشنګټن له ایران او پینځه جمع یوې ډلې سره له لاسلیک شوی نړیوالې اټومی موافقې وځی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې پنجشنبې ورځ دایران په دریو (۳)شرکتونو او شپږو (۶)کسانو بایکاټونه ولګول.