داسلامی ایران پرضد دامریکا سیاستونه به هیڅ اغیز ونلری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70960-داسلامی_ایران_پرضد_دامریکا_سیاستونه_به_هیڅ_اغیز_ونلری
د ایټالیا کوریره ډلاسره (Corriere della Sera)ورځپاڼې راپور ورکړ د واشنګټن په جان هاپکینز پوهنتون(Johns Hopkins University) کښې د نړیوالو پرمختللیو مطالعاتو دموسسې مشر ولی نصر له اټومی موافقې د امریکا د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ فیصلې ته په اشارې سره وویل له ایران سره د ډونالډ ټرمپ بدمعاشۍ به هیڅ ګټه ونلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2018 09:17 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې پنجشنبې ورځ دایران په دریو (۳)شرکتونو او شپږو (۶)کسانو بایکاټونه ولګول.
    دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې پنجشنبې ورځ دایران په دریو (۳)شرکتونو او شپږو (۶)کسانو بایکاټونه ولګول.

د ایټالیا کوریره ډلاسره (Corriere della Sera)ورځپاڼې راپور ورکړ د واشنګټن په جان هاپکینز پوهنتون(Johns Hopkins University) کښې د نړیوالو پرمختللیو مطالعاتو دموسسې مشر ولی نصر له اټومی موافقې د امریکا د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ فیصلې ته په اشارې سره وویل له ایران سره د ډونالډ ټرمپ بدمعاشۍ به هیڅ ګټه ونلری .

هغه وویل دامریکا د ولسمشر ټرمپ له بدمعاشۍ ډک سیاستونه به په ایران هیڅ اغیز ونه شیندی .

ولی نصر زیاته کړه دامریکا د ولسمشر ټرمپ کړچار سبب کیږی چې چین  له امریکا سره  د اقتصادی او تجارتی سیالۍ په ډګر کښې  ګټونکی شی او د چین او دنورو غیر اروپایی هیوادونو د پیرورۍ نه کولو په علت دامریکا نوی بندیزونه به په ایران دباو رانه ولی .

دامریکا دغه سیاسی کارپیژاند ولی نصر وویل له اټومی موافقې دامریکا وتل په داسې حال کښې چې ایران په خپلو ټولوژمنو عمل کړی دی  د ولسمشر ټرمپ له دروغو ډک تورونه په لویدیځو هیوادونو د عمومی افکارو د بې اعتمادۍ سبب کیږی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د می دمیاشتې  په اتمه(۸) نیټه دایران پرضد دچټی تورونو په تکرارولو او سپکاوی سره وویل واشنګټن له  ایران او پینځه جمع  یوې ډلې سره له لاسلیک شوی نړیوالې اټومی موافقې وځی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې پنجشنبې ورځ دایران په دریو (۳)شرکتونو او شپږو (۶)کسانو بایکاټونه ولګول.