امریکا له نورو هیوادونو وغوښتل په ایران دباو واچوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70994-امریکا_له_نورو_هیوادونو_وغوښتل_په_ایران_دباو_واچوی
زمونږخبریال وایی امریکا په خپل ګمان له مسولیت پیژندونکو هیوادونو وغوښتل په ایران اسلامی جمهوریت دباو راولی چې په سیمه کښې خپل کړچار بدل کاندی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2018 23:56 Asia/Kabul
  • امریکا داسې نوکران غواړي چې د سیمې دځینو عربو واکمنانو په شان یوازې د واشنګټن اطاعت وکړي .
    امریکا داسې نوکران غواړي چې د سیمې دځینو عربو واکمنانو په شان یوازې د واشنګټن اطاعت وکړي .

زمونږخبریال وایی امریکا په خپل ګمان له مسولیت پیژندونکو هیوادونو وغوښتل په ایران اسلامی جمهوریت دباو راولی چې په سیمه کښې خپل کړچار بدل کاندی .

سپینې ماڼۍ پرون له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته  پرون په یوې(۱) بیانیې کښې ادعا وکړه دایران او د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک اقدامات د سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اټومی موافقې چوکاټ ته د ایران د سیمه ییز نفوذ او د توغندوی مسائلو د ورګډولو او ددغو موضوګانو په اړه د خبرو غوښتونکی وو خو کله چې دغه چارې عملی نشوې نو له اټومی موافقې ووته .

دایران حکومت هم له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته په یوې (۱)بیانیې کښې وویل امریکا چې په خپلو غلطو سیاستونو او لاسوهنې سره یې سیمه  له ترهګرۍ ، سرزورۍ ، ورانۍ ، جنګ او د ماشومانو له وژلې سره  ښکیل کړی ده د واشنګټن د روزل شویو سرزورو کسانو د ځپلو لپاره د عراق او دسوریې له خلکو د ایران د اغیزشیندونکی ملاتړ او په خپله سیمه کښې د ایران د قانونی شتون په اړه دنده نشی ټاکلی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای هم په تیرې چهارشنبې ورځ له اسلامی انقلاب وروسته په ټولو کلونو کښې دامریکا دټولو او بیلابیلو چارواکو د خباثت په اړه وویل امریکا داسې نوکران غواړی چې د سیمې دځینو عربو واکمنانو په شان یوازې د واشنګټن اطاعت وکړی خو دایران اسلامی جمهوریت خپل او دایران دملت عزت هغوې ته ورښیی او دغه سرلوړۍ او عظمت هغوې ته د زغملو وړ نه دی .