ځان وژونکی حملې د اسلام د اصولو پرخلاف دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71000-ځان_وژونکی_حملې_د_اسلام_د_اصولو_پرخلاف_دی
زمونږخبریال وایی د پاکستان ، افغانستان او د انډونیزیا مسلمانو متفکرانو پرون د جاکارتا په بوګور (Bogor) سیمه کښې یوه فتوا خپره کړه چې پکښې ویل شوی دی د ځان وژونکو حملو په شان تاوتریخجنه ترهګرۍ او ټروریزم د اسلامی اصولو پرخلاف کارونه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2018 00:45 Asia/Kabul
  • اسلام د سولې مذهب دی او هرډول ترهګرۍ او تاوتریخجن ټروریزم غندي .
    اسلام د سولې مذهب دی او هرډول ترهګرۍ او تاوتریخجن ټروریزم غندي .

زمونږخبریال وایی د پاکستان ، افغانستان او د انډونیزیا مسلمانو متفکرانو پرون د جاکارتا په بوګور (Bogor) سیمه کښې یوه فتوا خپره کړه چې پکښې ویل شوی دی د ځان وژونکو حملو په شان تاوتریخجنه ترهګرۍ او ټروریزم د اسلامی اصولو پرخلاف کارونه دی .

د پاکستان ، د افغانستان او د انډونیزیا داسلامی متفکرانو دغه فتوا د تاوتریخوالی دختمولو لپاره د افغانستان د طالبانو دقانع کولو لپاره ورکړل شوی ده .

د پاکستان، دافغانستان او د انډونیزیا هیوادونو اویا(۷۰) مهمو مسلمانو متفکرانو د انډونیزیا په پلازمینې جاکارتا کښې په یوه(۱) کانفرنس کښې په افغانستان کښې د سولې او دثبات د راتلو په اړه یوه فتوا خپره کړه .

د انډونیزیا ولسمشر جوکو  جوکوی ویدودو (Joko “Jokowi” Widodo,)چې دغه کانفرنس یې پرانیست دخپل هیواد په ټولنې ټینګار وکړ دافغانستان په جنګ ځپلی هیواد کښې د سولې له راوستلو سره مرسته وکړی .

هغه وویل د جاکارتا کانفرنس په افغانستان کښې د سولې دپیاوړی کولو لپاره د اسلامی متفکرانو او یا علماو د رول دپیاوړی کولو لپاره دانډونیزیا د هڅو یوه (۱)برخه ده .

دانډونیزیا ولسمشر جوکو جوکوی ویدودو(Joko “Jokowi” Widodo,) وویل علما د سولې عاملان دی او علماو د سوله ایزو خلکو د څیرې د جوړولو قدرت لری .

هغه هیله وکړه چې د جاکارتا کانفرنس په افغانستان کښې د سولې له پیاوړتیا سره مرسته وکړی .

دپاکستان ، د  افغانستان او دانډونیزیا مسلمانو متفکرانو په جاکارتا کښې د کانفرنس په پاې کښې په یوې اعلامیې کښې وویل اسلام د سولې مذهب دی او هرډول ترهګرۍ او تاوتریخجن ټروریزم غندی .

دافغانستان طالبانو په اسلامی متفکرانو غوښتی وو چې د انډونیزیا د بوګور دکانفرنس بایکاټ وکړی .