اروپایی هیوادونه باید له اټومی موافقې دامریکا د وتلو بیه ورنکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71004-اروپایی_هیوادونه_باید_له_اټومی_موافقې_دامریکا_د_وتلو_بیه_ورنکړی
فارس خبری اژانس وایی د فرانسې خارجه وزیر ژان ایولورډیان (Jean-Yves Le Drian)دهغو خارجی شرکتونو پرضد چې له ایران سره تجارتی اړیکې لری د بندیزونو دلګولو په اړه دامریکا اقدام د نامنلو وړ وباله او ویې ویل اروپایی هیوادونه باید له اټومی موافقې د امریکا د وتلو بیه ورنکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2018 01:07 Asia/Kabul
  • اروپايي هیوادونه باید دسپینې ماڼۍ د ایران ضد سیاستونو په وړاندې  دخپلو شرکتونو د ګټو ملاتړ وکړي .
    اروپايي هیوادونه باید دسپینې ماڼۍ د ایران ضد سیاستونو په وړاندې دخپلو شرکتونو د ګټو ملاتړ وکړي .

فارس خبری اژانس وایی د فرانسې خارجه وزیر ژان ایولورډیان (Jean-Yves Le Drian)دهغو خارجی شرکتونو پرضد چې له ایران سره تجارتی اړیکې لری د بندیزونو دلګولو په اړه دامریکا اقدام د نامنلو وړ وباله او ویې ویل اروپایی هیوادونه باید له اټومی موافقې د امریکا د وتلو بیه ورنکړی .

هغه پرون د فرانسې له لوپارزین (Le Parisien)ورځپاڼې سره په مرکه کښې د اروپا د شرکتونو په زمینه  کښې چې له ایران سره کار کوی دامریکا په کړچار نیوکه وکړه او ویې ویل اروپایی هیوادونه باید دسپینې ماڼۍ د ایران ضد سیاستونو په وړاندې  دخپلو شرکتونو د ګټو ملاتړ وکړی .

په عین حال کښې د فرانسې د مالیې وزیر برونو لومر (Bruno Le Maire) هم پرون له اټومی موافقې دامریکا دوتلو په زمینه کښې د واشنګټن په وړاندې د اروپا دپیاوړی دریځ غوښتنه وکړه .

ویل کیږی فرانسه اراده لری له اټومی تړون وتلو وروسته له ایران سره د فرانسې د تجارت کونکو شرکتونو پرضد د بندیز د ګواښ په  دلیل له امریکا څخه دتجارت نړیوالې موسسې ته شکایت وکړی .