اروپایی هیوادونه باید له اټومی موافقې دامریکا د وتلو بیه ورنکړی
-
اروپايي هیوادونه باید دسپینې ماڼۍ د ایران ضد سیاستونو په وړاندې دخپلو شرکتونو د ګټو ملاتړ وکړي .
فارس خبری اژانس وایی د فرانسې خارجه وزیر ژان ایولورډیان (Jean-Yves Le Drian)دهغو خارجی شرکتونو پرضد چې له ایران سره تجارتی اړیکې لری د بندیزونو دلګولو په اړه دامریکا اقدام د نامنلو وړ وباله او ویې ویل اروپایی هیوادونه باید له اټومی موافقې د امریکا د وتلو بیه ورنکړی .
هغه پرون د فرانسې له لوپارزین (Le Parisien)ورځپاڼې سره په مرکه کښې د اروپا د شرکتونو په زمینه کښې چې له ایران سره کار کوی دامریکا په کړچار نیوکه وکړه او ویې ویل اروپایی هیوادونه باید دسپینې ماڼۍ د ایران ضد سیاستونو په وړاندې دخپلو شرکتونو د ګټو ملاتړ وکړی .
په عین حال کښې د فرانسې د مالیې وزیر برونو لومر (Bruno Le Maire) هم پرون له اټومی موافقې دامریکا دوتلو په زمینه کښې د واشنګټن په وړاندې د اروپا دپیاوړی دریځ غوښتنه وکړه .
ویل کیږی فرانسه اراده لری له اټومی تړون وتلو وروسته له ایران سره د فرانسې د تجارت کونکو شرکتونو پرضد د بندیز د ګواښ په دلیل له امریکا څخه دتجارت نړیوالې موسسې ته شکایت وکړی .