اروپا نن سبا له یوه ستر تاریخی ازمیښت سره مخ ده
-
له پینځه جمع یوې ډلې سره د ایران داټومي موافقې ساتل د سیمې او دنړۍ دامنیت لپاره یو (۱)ضرورت دی .
مهر خبری اژانس وایی د ایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت دکمیسیون مشر علاالدین بروجردی وویل اروپا له اټومی تړون دامریکا له وتلو وروسته په یوه(۱) مهم تاریخی ازمیښت کښې ورغلی ده .
هغه پرون په لیسبون (Lisbon)کښې د پرتګال د کورنیو چارو له وزیر ایډوارډو کابریدا(Eduardo Cabrita) سره په کتنې کښې له اټومی موافقې دامریکا له وتلو وروسته په سیمه کښې د ایران داسلامی جمهوریت دسیاستونو په بیانولو سره وویل نن سبا اروپا له یوه(۱) ستر تاریخی ازمیښت سره مخ ده او که چیرې ونه توانیږی دایران پرضد بایکاټ کښې دامریکا د زیات غوښتنو په وړاندې مقاومت وکړی نور نو د ایران لپاره د اټومی تړون د دوام لپاره هیڅ توجیه نشته .
دایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت دکمیسیون مشر بروجردی ډاګینه کړه ایران به هیڅکله د اټومی موافقې په زمینه کښې له امریکا سره خبرې ونکړی او له اروپا سره هرډول خبرې اترې به هم په اټومی موافقې کښې دایران د اسلامی جمهوریت د ګټو دساتلو لپاره د ضروری تضمین د ترلاسه کولو په هدف سره وی .
د پرتګال دکورنیو چارو وزیر ایډوارډو کابریدا(Eduardo Cabrita) هم له اټومی موافقې په وتلو کښې دامریکا د ولسمشر ټرمپ له اقدام سره د خپل هیواد دحکومت دمخالفت په ترڅ کښې وویل له پینځه جمع یوې ډلې سره د ایران داټومی موافقې ساتل د سیمې او دنړۍ دامنیت لپاره یو (۱)ضرورت دی .