مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71032-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د ایران له خارجه وزیر سره؛ د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست د مسؤلې ټلفونی خبرو ته اشاره شوې، او راغلی دی:« دایران خارجه او د اروپایی اتحادیې مسولې داټومی تړون په اړه خبرې وکړې ».
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2018 09:49 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د ایران له خارجه وزیر سره؛ د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست د مسؤلې ټلفونی خبرو ته اشاره شوې، او راغلی دی:« دایران خارجه او د اروپایی اتحادیې مسولې داټومی تړون په اړه خبرې وکړې ».

د یادې ورځپاڼی په لیکنه؛ د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې« میرمن فیډریکا موګرینی » دایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر جواد ظریف سره په ټیلی فونی خبرو کښې د اټومی موافقې د دوام د ضرورت په اړه سلامشوره وکړه .

دایران خارجه وزیر جوادظریف په دغو ټیلی فونی خبرو کښې اټومی موافقې ګټو ته دایران دملت د لاسرسی لپاره دضروری تضمینونو په ورکولو ټینګار وکړ .

په بروکسل کښې د انګلستان ، فرانسې او د جرمنی د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د  راتلونکی  سه شنبې  ورځې د غونډې په اړه پلانونه او توافق د ایران دبهرنیو چارو دوزیر او د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست دمشرې د ټیلی فونی خبرو اترو بل چورلیز وو.

دایران دباندنیو چارو وزیر  جواد ظریف به په بروکسل کښې د انګلستان ، دفرانسې او دجرمنی د بهرنیو چارو له وزیرانو سره داټومی موافقې د  دوام او دایران دګټو دتضمین په اړه خبرې وکړی، او په دغو خبرو کښې به د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشره میرمن موګرینی هم شتون ولری .

د ایران خارجه وزیر جوادظریف به سبا او بل سبا په بیجینګ او ماسکو کښې د  چین او دروسیې له خارجه وزیرانو سره له اټومی تړون څخه  د امریکا له وتلو وروسته له دغه تړون څخه د ایران دګټو د تامینولو لپاره دضروری تضمینونو د ورکولو په هدف سره کتنې او خبرې وکړی .

******

 د تهران چاپ د ایران ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو سرلیک کی لولو:« دافغانستان د ۱۴ ولایتونو امنیه قوماندانان بدل شول »

 د افغان رسندویو له ننی راپور سره سم د افغانستان ولسمشر «اشرف غنی» د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز  ١٤ ولایتونو ته نوی امنیه قوماندانان ټاکلی  او د لسو نورو ولایتونو یې احتیاط ته لېږلی دی.

د ورځپاڼی د دغه راپور له مخی، په دغه حکم کې کورنیو چارو وزارت ولسمشر ته د امنیه قوماندانانو د بدلولو وړاندیز کړى چې د ولسمشر له خوا منظور شوی دی.

د دغه حکم له مخې، په کندوز کې د ٨٠٨ سپین زون قوماندان مل پاسوال خلیل الله ضیایی د پولیسو ٣٠٣ زون  ته بدل شوى او مل پاسوال راز محمد د ٨٠٨ زون قوماندان ټاکل شوى دى.

 

سرچینې ز یاته کړې چې پاسوال عبدالباقی نورستانی د مل پاسوال عبدالحمید حمید پر ځاى د کندوز، پاسوال امین الله امرخېل د مل پاسوال محمد ایوب انصاری پر ځاى د هرات، مل پاسوال عبدالرحمن اقتاش د تخار د امنیه قوماندان، مل پاسوال اختر محمد نورزی د فیض الله جلال پر ځاى د خوست د امنیه قوماندان، پاسوال نبی جان ملاخېل د مل پاسوال دلاور شاه پر ځاى  د فاریاب د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

******

 د تهران چاپ د جام جم ورځپاڼی لیکلی دی:« دانډونیزیا خلکو دامریکا او داسرائیلو بیرغونه وسوزول » 

فارس خبری اژانس وایی د انډونیزیا په سلګونو زره خلکو د فلسطین له خلکو سره د پیوستون او د قدس په اړه د امریکا د وروستیو اقداماتو دغندلو لپاره دصهیونیسټ رژیم او د امریکا بیرغونه وسوزول .

په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو خپلو ټاټوبو ته په بیرته ستنیدا کښې د فلسطین دخلکو دحقونوملاتړ وکړ او له تل ابیت څخه قدس ته د امریکا د سفارت دانتقالولو پاره یې د ولسمشر ټرمپ فیصله وغندله.  

 دامریکا ولسمشر ټرمپ دتیر میلادی کال په دسمبر میاشت کښې له پراخو نړیوالواو سیمه ییزو مخالفتونو سره سره وویل؛   واشنګټن قدس دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی.

******

اوس هم د افغانستان ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:

ویسا:

د ویسا ورځپاڼی په یو خبر کی لولو: امریکا له نورو هیوادونو وغوښتل چی په ایران دباو واچوی.

امریکا په خپل ګمان له مسولیت پیژندونکو هیوادونو وغوښتل په ایران اسلامی جمهوریت دباو راولی چې په سیمه کښې خپل کړچار بدل کاندی .

سپینې ماڼۍ پرون له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته  پرون په یوې بیانیې کښې ادعا وکړه: دایران او د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک اقدامات د سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اټومی موافقې تړون ته د ایران د سیمه ییز نفوذ او د توغندوی مسائلو د ورګډولو او ددغو موضوعګانو په اړه د خبرو غوښتونکی وو خو کله چې دغه چارې عملی نشوې نو له اټومی موافقې ووته.  

ملی ارمان:  

په ملی آرمان ورځپاڼه کی په انډونزیا کی د علماؤ غونډی په حواله    راغلی دی: ځان وژونکی حملې د اسلام د اصولو پرخلاف دی

د پاکستان ، افغانستان او د انډونیزیا مسلمانو متفکرانو پرون د جاکارتا په بوګور Bogor)) سیمه کښې یوه فتوا خپره کړه چې پکښې ویل شوی دی د ځان وژونکو حملو په شان تاوتریخجنه ترهګرۍ؛ او ټروریزم د اسلامی اصولو پرخلاف کارونه دی .

د پاکستان ، افغانستان او د انډونیزیا داسلامی متفکرانو دغه فتوا د تاوتریخوالی دختمولو لپاره د افغانستان د طالبانو دقانع کولو لپاره ورکړل شوی ده .

د پاکستان، افغانستان او د انډونیزیا هیوادونو اویا(۷۰) مهمو مسلمانو متفکرانو د انډونیزیا په پلازمینې جاکارتا کښې په یوه(۱) کانفرانس کښې په افغانستان کښې د سولې او دثبات د راتلو په اړه یوه فتوا خپره کړه .

د انډونیزیا ولسمشر جوکو  جوکوی ویدودو (Joko “Jokowi” Widodo,  )چې دغه کانفرانس یې پرانیست، دخپل هیواد په ټولنې ټینګار وکړ؛ دافغانستان په جنګ ځپلی هیواد کښې د سولې له راوستلو سره مرسته وکړی.

هغه وویل د جاکارتا کانفرانس، په افغانستان کښې د سولې دپیاوړی کولو لپاره د اسلامی متفکرانو او یا علماو د رول دپیاوړی کولو لپاره دانډونیزیا د هڅو یوه (۱)برخه ده .

انیس:

د انیس ورځپاڼی په یو راپور کی لیکل شوی: دامریکا سوله غواړو له ایران څخه بخښنه وغوښتله.

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا دسولې ملاتړو دټرمپ لخوا د اټومی موافقې دخلاف ورزۍ په خاطر دایران له خلکو بخښنه وغوښتله .

دامریکا څه دپاسه پینځو زرو(۵۰۰۰) سیاسی شخصیتونو ، هنرمندانو او مدنی فعالانو چې د سولې ملاتړی دی له اټومی موافقې په وتلو کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دیو اړخیزه فیصلې او د خطرناک کړچار او د بې اساسه تورونو په اړه د ایران خلکو

ته په خطاب کښې دیوه لیک په لاسلیک کولو سره بخښنه وغوښتله.

په دغه لیک کښې دغه راز په دې خبرې چې دامریکا حکومت یوه فعاله موافقه تر پښو لاندې کړی، چې هغه نه یوازې امریکا بلکې فرانسې ، روسیې ، انګلستان ، چین او جرمنی هم لاسلیک کړی ده؛ او دملګروملتونو امنیت شورا هم تصویب کړی ده  شرمندګی  ښودلی ده.

دامریکا سوله غواړو په دغه لیک کښې ډاګینه کړی ده، دخپل هیواد د ولسمشر« ټرمپ » په اپوټه باوری دی؛ موافقه موافقه ده او مونږغواړو په مینځنی ختیځ کښې تاوتریخوالی کم شی او دایران له خلکو سره په سولې او آرام کښې ژوند وکړو .

دامریکا دسولې ملاتړو ټینګار وکړ: د امریکا حکومت د ایران او دمینځنی ختیځ دنوروهیوادونو په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې حق نلری؛ او په سعودی عربستان او اسرائیلو رژیم چې د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ کولو تورن دی، وسلې خرڅې نکړی او یا دغوهیوادونو ته عسکر وانه ستوی .