دسوریې عسکرو له ترهګرو نورې سیمې هم ازادي کړې
-
ترهګرو دسوریې له حکومتي عسکرو د پرله پسې ماتیو خوړولو وروسته بم چاودنو او د ملکي خلکو وژلو ته مخه کړي ده .
فارس خبری اژانس وایی دسوریې پوځ د پلازمینې دمشق په جنوب کښې دخپلو پرمختګونو په دوام کښې بریالی شو دحجر الاسود په شمال لویدیځ کښې دالجزیره ښارګی کنټرول په لاس کښې واخلی .
دسوریې عسکرو او دهغوې متحدانو پرون د الجزیره ښارګی د کنټرول په لاس کښې له اخیستلو او په دغه ښارګی کښې د پاکونې له عملیاتو وروسته د یرموک کیمپ په جنوب لویدیځ کښې دالعمل الشعبی دفتر او د اسد بن الفرات ښوونځی د ترهګرو له نیواک څخه ازاد کړ .
دسوریې عسکر په یوه بل چورلیز کښې هم د دمشق په جنوب کښې د حجر الاسود په جنوب ختیخ کښې یوشمیر ودانۍ له ترهګرو ازادې کړې .
بل خبر دا چې دسوریې په شمال کښې په ادلب ښار کښې په یوه(۱) ګاډی کښې په بم چاودنې کښې شپږ (۶)کسان ژوبل شوی او اتویشت(۲۸) نور ژوبل شوی دی .
دسوریې په شمال لویدیځ کښې ادلب ښار چې له ترکیې سره سرحد لری د ترهګرو په نیواک کښې دی .
ترهګرو دسوریې له حکومتی عسکرو د پرله پسې ماتیو خوړولو وروسته اوس په بیلابیلو سیمو کښې بم چاودنو او د ملکی خلکو وژلو ته مخه کړی ده .