شمالی کوریا روانه میاشت خپل اټومی مرکز تړی
-
د اټومي مرکز له ځاې څخه به ساتونکي او محققان هم بل ځاې ته بوتلل شي او دغه سیمه به وتړل شي .
زمونږخبریال وایی شمالی کوریا دنړۍ خلکو ته بلنه ورکړه چې د اټومی مرکز د تړل کیدا دستورې ووینی .
شمالی کوریا به د روانې میاشتې په پاې کښې په رسمی ډول په یو لړ دستورو کښې چې د بهرنیو هیوادونو خبریالان به پکښې هم ګډون ولری د اټومی وسلو د ازمویلو مرکز وتړی اودغه کار به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالی کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمینځ په جون میاشت کښې په سینګاپور کښې د کتنې لپاره لاره هواره کړی .
د شمالی کوریا خارجه وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل حکومتی چارواکی به دمی میاشتې له درویشتمې(۲۳) تر پینځویشتمې (۲۵)نیټې پورې دهغو ټونلونو د له مینځه وړلو لپاره چې د اټومی ازموینو لپاره کارول کیدل د چاودیدونکو موادو په کارولو سره اټومی مرکز بند کړی .
شمالی کوریا به دغه راز اټومی مرکز ته د ټولو خلکو د ورتلو مخه ونیسی او له هغه ځایه به د پلټنې ټولې پوستې لیرې کړی او تحقیقاتی ادارې به هم ختمې کړی .
د اټومی مرکز له ځاې څخه به ساتونکی او محققان هم بل ځاې ته بوتلل شی او دغه سیمه به وتړل شی .
د چین ځمکه پیژاندی باوری دی دشمالی کوریا د اټومی مرکز دپاسه غر تیر میلادی کال د خپلې ترټولو زورورې اټومی وسلې د ازمویلو په وخت وغورځید او ځکه خو دغه اټومی مرکز دنورو اټومی ازموینو د ترسره کولو لپاره محفوظ ځای نه دی .