شمالی کوریا روانه میاشت خپل اټومی مرکز تړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71074-شمالی_کوریا_روانه_میاشت_خپل_اټومی_مرکز_تړی
زمونږخبریال وایی شمالی کوریا دنړۍ خلکو ته بلنه ورکړه چې د اټومی مرکز د تړل کیدا دستورې ووینی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2018 00:56 Asia/Kabul
  • د اټومي مرکز له ځاې څخه به ساتونکي او محققان هم بل ځاې ته بوتلل شي او دغه سیمه به وتړل شي .
    د اټومي مرکز له ځاې څخه به ساتونکي او محققان هم بل ځاې ته بوتلل شي او دغه سیمه به وتړل شي .

زمونږخبریال وایی شمالی کوریا دنړۍ خلکو ته بلنه ورکړه چې د اټومی مرکز د تړل کیدا دستورې ووینی .

شمالی کوریا به  د روانې میاشتې په پاې کښې په رسمی ډول په یو لړ دستورو کښې چې د بهرنیو هیوادونو  خبریالان به پکښې هم ګډون ولری د اټومی وسلو د ازمویلو مرکز وتړی اودغه کار به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالی کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمینځ په جون میاشت کښې په سینګاپور کښې د کتنې لپاره لاره هواره کړی .

د شمالی کوریا خارجه وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل حکومتی چارواکی به دمی میاشتې له درویشتمې(۲۳) تر پینځویشتمې (۲۵)نیټې پورې دهغو ټونلونو د له مینځه وړلو لپاره چې د اټومی ازموینو لپاره کارول کیدل د چاودیدونکو موادو په کارولو سره اټومی مرکز بند کړی .

شمالی کوریا به دغه راز اټومی مرکز ته د ټولو خلکو د ورتلو مخه ونیسی او له هغه ځایه به د پلټنې ټولې پوستې لیرې کړی او  تحقیقاتی ادارې به هم ختمې کړی .

د اټومی مرکز له ځاې څخه به ساتونکی او محققان هم بل ځاې ته بوتلل شی او دغه سیمه به وتړل شی .

د چین ځمکه پیژاندی باوری دی دشمالی کوریا د اټومی مرکز دپاسه غر تیر میلادی کال د خپلې ترټولو زورورې اټومی وسلې د ازمویلو په وخت وغورځید او ځکه خو دغه اټومی مرکز دنورو اټومی ازموینو د ترسره کولو لپاره محفوظ ځای نه دی .