دامریکا یوه چارواکی په اروپایی اتحادیې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71086-دامریکا_یوه_چارواکی_په_اروپایی_اتحادیې_نیوکه_وکړه
زمونږخبریال وایی د امریکا د خارجه وزارت یوه چارواکی برایان هوک (Brian Hook) د اټومی موافقې پرضد د ولسمشر ټرمپ له فیصلې سره د اروپایی هیوادونو په مخالفت نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2018 02:02 Asia/Kabul
  • ایران په ځلونو ټینګار کړی دی چې په اټومي موافقې کښې بدلون راوستلواو په دې اړه خبرو اترو ته چمتو نه دی .
    ایران په ځلونو ټینګار کړی دی چې په اټومي موافقې کښې بدلون راوستلواو په دې اړه خبرو اترو ته چمتو نه دی .

زمونږخبریال وایی د امریکا د خارجه وزارت یوه چارواکی برایان هوک (Brian Hook) د اټومی موافقې پرضد د ولسمشر ټرمپ له فیصلې سره د اروپایی هیوادونو په مخالفت نیوکه وکړه .

هغه له اټومی موافقې  دوتلو په اړه دامریکا دولسمشر ټرمپ له فیصلې سره د مخالفت په دلیل په اروپایی اتحادیې نیوکې سره له اروپایی مشرانو وغوښتل خپله فیصله بدله کړی .

دامریکا دخارجه وزارت دغه چارواکی ادعا وکړه چې دولسمشر ټرمپ فیصله به له ایران سره د نوی موافقې د  لاسلیک کیدا سبب شی .

ولسمشر ټرمپ د می په اتمه (۸)نیټه وویل امریکا له اټومی موافقې وباسی .

د اټومی موافقې نورو لورو هیوادونو او اروپایی اتحادیې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په دغه فیصلې اعتراض کړی او ټینګار یې کړی چې اټومی موافقه به وساتی .

د بریتانیا د خارجه وزیر مرستیال الیسټر برټ (Alistair Burt) هم پرون وویل اټومی موافقې ته دایران دپاې بندۍ په بدل کښې د تهران پرضد دبایکاټونو لغوه کول به تل ددغه تړون ترټولو مهمه برخه وی .

ایران په ځلونو ټینګار کړی دی چې په اټومی موافقې کښې بدلون راوستلواو په دې اړه خبرو اترو ته چمتو نه دی او که چیرې په اټومی موافقې کښې دایران ګټې تضمین نشی نو تهران به   ضروری فیصله غوره کړی .