په انډونیشیا کښې په دریو کلیساؤ حملې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71098-په_انډونیشیا_کښې_په_دریو_کلیساؤ_حملې_شوي
د انډونیشیا پولیسو نن سهار د دغه هیواد د ختیځ جاوه صوبې په مرکز سورابایا ښار کښې په دریو کلیساؤ کښې د پرله پسې چاودنو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2018 06:02 Asia/Kabul
  • په انډونیشیا کښې په دریو کلیساؤ حملې شوي

د انډونیشیا پولیسو نن سهار د دغه هیواد د ختیځ جاوه صوبې په مرکز سورابایا ښار کښې په دریو کلیساؤ کښې د پرله پسې چاودنو خبر ورکړی دی.

د ایرنا د خبر له مخې د انډونیشیا پولیسو وویل: په ختیځې جاوه صوبې کښې په سانتامارا، ګوبنګ او پوسات سورابایا نومې دریو کلیساؤ کښې پرله پسې درې چاودنې وشوې چې له امله یې لږترلږشپږ تنه وژل شوی او دیرش نو ټپيان دي.

له دې حملو وروسته د دغو کلیساؤ په اطرافو کښې امنیتي تدابیر سخت شول.

د انډونیشیا د ختیځ جاوه ولایت پولیسو همداشان ویلي چې دوي د سورابایا ښار په یوې بله کلیسا کښې یو ناچاودی بم هم موندلی او شنډ کړی یې دی.

د دې حملو پړه لا چا نه ده منلې.