د غويي د درویشتمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71106-د_غويي_د_درویشتمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2018 07:51 Asia/Kabul
  • د غويي د درویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې خپل وړومبی سرټکی یې د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني پرونیو څرګندونو ته ځانګړی کړی او لیکلي یې دي چې دوي وویل: خارجه وزارت دې د برجام د دوام په لړ کښې د نیغ په نیغه خبرواترو پلاننګ وکړي.

د خبر په دوام کښې لولو چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني پرون د دولت په اقتصادي کمیټه کښې د ایران له خارجه وزارته وغوښتل چې په دې اونۍ کښې  سمدستي د مذاکراتي پلاویو په لیږلو سره له چین، روسیې او اروپايي هیوادونو سره د ایټمي موافقې د دوام او له نورو هیوادونو سره د ایران د اقتصادي اړیکو د سمولو او پراختیا لپاره د ضروري اجرايي ضمانتونو د ضروریاتو په هکله د نیغ په نیغه خبرواترو لپاره پلاننګ وکړي.

په همدې لړ کښې د ولسمشر روحاني په حکم د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن چین ته او بیا به روسیې ته لاړ شي.

له اروپايي هیوادونو سره د ایران د سیاسي او اقتصادي ماهرانو د پلاویو خبرې اترې به هم راتلونکې سه شنبه د بیلجیئم په بروکسل کښې پيل شي.

روحاني همداشان د ایران له ټولو اقتصادي برخو او بانکونو وغوښتل چې د نویو اسعاري سیاستونو په اجرا کښې د تولید او تجارت د بهیر اسانتیا تعقیب کړي او خصوصي برخه یا پرائیویټ سیکټر هم په اسعاري انضباط کښې له رامینځته شوي فرصت څخه د تولید او اشتغال او په بازارونو کښې د ارامښت په رامینځته کولو کښې کار واخلي.

 

اطلاعات:

خو له تهرانه چاپيدونکې اطلاعات ورځپاڼې بیا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر څرګندونو ته خپل وړومبی خبر ځانګړی کړی او لیکلي یې دي: اسلامي نړۍ باید د خپل علمي او تمدني اقتدار اوج ته ستنه شي.

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ په اسلامی نړۍ کې باید علمی حرکت چټک شی او اسلامی امت یو ځل بیا خپل تمدنی او علمی اقتدار ته ورسی ترڅو د اسلام دښمنان او امریکایان د اسلامی هیوادونو مشرانو ته حکم ورنکړی چی دا کار وکړه او دا مه کوه .

خبر زیاتوي چې معظم رهبر پرون سهار د اسلامی علومو په پیدایښت او پراختیا کې د شیعه رول په نړیواله غونډه کې د ګډون کونکیو په ټول کې، د اسلامی نړۍ ننۍ تر ټولو مهمه اړتیا وحدت او یو موټی توب او همداراز په درستو علومو کې د علمی پرمختګ لپاره جدی حرکت وباله او زیاته یې کړه چی نن په اسلامی نړۍ کې ویښتیا رامینځته شوی ده  او د هغې د انکار لپاره د لویدیځوالو له هڅې سره سره دا بیداری اسلام ته د ګروهنې زمینه جوړونکې او د ښه راتلونکي ځیری ورکونکې ده .

د رهبرۍ ستر مقام د اسلامی نړۍ تر سلطې لاندې د راتلو اصلی علت د اسلامی نړۍ علمی شاته پاتې والې وباله او جوته یې کړه لویدیځې نړۍ له پیړیو پیړیو علمی شاته پاتی والی وروسته د اسلامی نړۍ له علمی پرمختګونو په استفادې سره شتمنی او  علمی ، پوځی ، سیاسی او تبلیغاتی قدرت زیات کړ ې شو او په نهایت کې په استعمار سره یې د اسلامی هیوادونو وضعیت اوسنیو شرایطو ته راورسوه .

هغوي اسلامی هیوادونو ته د لویدیځو قدرتونو زور وینو او له نړیوالو زور ویونکیو د دغو هیوادونو د ډیرو واکوالانو پیروی ته په اشارې سره ټینګار وکړ دغه شرایط باید د اسلامی هیوادونو د علمی پرمختګ په وسیله بدل شی   او اسلامی نړۍ یو ځل بیا د بشری تمدن په څوکه کې راتللې شی .

د رهبرۍ ستر مقام  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د علمی پرمختګ په لاره کې د ایران د اسلامی جمهوریت حرکت یوه بریالی بیلګه یاده او زیاته یې کړه چی مونږه به دغې لارې ته د علم او پوهې پولو ته تررسیدا پورې دوام ورکړو او ایران د لویځوالو په اپوټه ، نورو اسلامی هیوادونو ته د خپلو علمی پرمختګونو او بریاو انتقالولو ته چمتو دې .

ایران:

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا د مشر د ځانګړی مرستیال څرګندونې راخیستي چې وايي: امریکا یوازې د صهیونیسټانو دګټو کوشش کوي او د فلسطین دخلکو دجایزو غوښتنو هیڅ احترام نه کوي .

حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې دفلسطین مسله په تیرو سلو (۱۰۰)کلونو کښې د اسلامی نړۍ زوړ زخم دی ټینګار وکړ باید له ټولو ممکنو لارو قدس ته د امریکا دسفارت د انتقالیدا لپاره دواشنګټن داقدام د اجرا مخه ونیسو .

حسین امیر عبداللهیان پرون د« افق نو» په نوم شپږمې(۶) نړیوالې غونډې ته په یوه پیغام کښې چې  بیت المقدس د فلسطین د همیشنۍ پلازمینې په عنوان سره په مشهد کښې پيل شوه، وویل له تل ابیب څخه قدس ته دامریکا د سفارت د انتقالولو لپاره د واشنګټن دحکومت اقدام وښودله چې امریکا یوازې د صهیونیسټانو دګټو کوشش کوی او د فلسطین دخلکو دجایزو غوښتنو هیڅ احترام نه کوی .

هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت چمتو دی د فلسطین له ټولو ملاتړو سره یوځاې له هیڅ وړاندې شرط او ملاحظې پرته قدس ته دامریکا دسفارت د انتقالیدا دمخنیوی لپاره ملګرتیا وکړی .

 

 

کابل چاپ:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو ترڅنګ پر طالبانو د امریکا د فشارونو د راوړلو په تړاو د امریکا پوځيانو له قوله لیکلي دي.

مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي، طالبان د جګړې له لارې نهشي بریالي کیدای او باید د سولې په تړاو د افغان حکومت له وروستي وړاندیز ګټه واخلي.

په مطلب کې راغلي، بولټن په امریکا کې خبریالانو ته ویلي چې دوی پر طالبانو فشارونه دومره زیات کړي چې بیا پر افغانستان د ولکې تينګولو جوګه نهشي او نه هم د دې وړتیا ومومي چې پر امریکا بریدونه تنظیم کړي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې باید د افغان ځواکونو وړتیاوې نورې هم لوړې شي او دې برخه کې لا زیات کار ته اړتیا ده.

ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا پهدې اړه د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندې د قومندان جنرال جوزف ووټل په حواله لیکلي چې د طالبانو د حملو د زیاتېدو سره-سره دغه ډله له پوځي لارې د افغانستان په جګړه کې نهشي بریالۍ کېدای.

ورځپاڼه لیکي:

نوموړي تېره ورځ د تاجکستان په پلازمېنه کې دغه خبرې کړي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف به پر طالبانو پوځي، ډیپلوماټیک او ټولنیز فشارونه زیات کړي، څو دغه ډله د سولې لپاره خبرو ته کښیني.

په مطلب کې د نوموړي په حواله هم راغلي چې له طالبانو یې غوښتي د افغان حکومت د سولې وړاندیز ومني.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د امریکا د دفاع د وزیر جېمز مټېس څرګندونې راخېستي چې ویلي، طالبان پوهېږي چې د رأیو له لارې نهشي بریالي کېدای نو ځکه یې بمونو او حملو ته زور ورکړی دی.

په مطلب کې راغلي چې د امریکا د دفاع وزیر دغه څرګندونې د کانګرس غړو ته په خطاب کې کړي او ویلي یې دي چې موږ د ډېرو داسو حملو مخه نیولې، خو اوس دوی په نرمو هدفونو بریدونه کوي.

د مطلب لیکوال لیکوال لیکي:

مټېس دا هم ویلي چې هغه افغان ځواکونو چې امریکايي او ناټو ځواکونو روزلي په جګړه کې پر طالبانو برلاسي دي.