دعراق ټول خلک باید د انتخاباتو دپایلو درنښت وکړی
-
دعراق د پارلمان انتخابات په تیرې شنبې ورځ د کابو یولس(۱۱) میلیونه خلکو په ګډون ترسره شول .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د عراق لومړی وزیر حیدر العبادی د هیواد په ټولو ښاریزو او ائتلافونو غږ وکړ د پارلمان د نتیجو احترام وکړی .
هغه وویل د عراق دانتخاباتو نتیجو ته د اړونده اعتراضونو په اړه باید له قانونی لارې چارې کچ شی .
دعراق لومړی وزیر حیدر العبادی وویل زه چمتو یم د ترټولو قوی حکومت د جوړولو لپاره چې له هرډول فساد او ونډه غوښتنې خالی وو ملګرتیا وکړم .
دعراق د پارلمان انتخابات په تیرې شنبې ورځ د کابو یولس(۱۱) میلیونه خلکو په ګډون او په څه دپاسه څلورڅلویښت(۴۴) فیصده شرکت سره ترسره شول .
د عراق د انتخاباتو کمیسیون په لسو (۱۰)ولایتونو بابل ، واسط، الانبار ، بغداد، دیاله ، المثنی ، قادسیه ، بصره ، ذی قار او کربلا کښې دشمیرل شویو رایو نتیجې اعلان شوی چې پراساس یې په پینځو(۵) ولایتونو کښې هادی العامری ته اړونده فتح فهرست او په څلورو (۴)ولایتونو کښې مقتدا صدر ته اړونده سائرون فهرست مخکی دی .
د عراق لومړی وزیر حیدر العبادی ته اړونده النصر ائتلاف هم په دریم(۳) لمبر کښې دی .