بریتانیا او فرانسې د اټومی تړون په ساتلو ټینګار وکړ
-
دنړۍ او سیمې هیوادونو په کلکه له اټومي تړونه دامریکا وتل غندلي دي .
مهر خبری اژانس وایی د بریتانیا خارجه وزیر بوریس جانسن(Boris Johnson) او د فرانسې دبهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان(Jean-Yves Le Drian) پرون په لندن کښې کتنه او دایران د اټومی موافقې په اړه سلامشوره وکړه .
دفرانسې او د انګلستان خارجه وزیرانو په دغه کتنې کښې له نړیوال اټومی تړون د امریکا له وتلو سره سره ددغه موافقې د ساتلو په لړ کښې د دواړو هیوادونو په هڅې ټینګار وکړ .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې سه شنبې ورځ دایران پرضد د بې اساسه تورونو په تکرارولو سره له اټومی موافقې د واشنګټن وتل او له دریو(۳) تر شپږو(۶) میاشتو پورې د تهران پرضد د اټومی بایکاټونو د بیرته ستنول اعلان کړل .
دنړۍ او سیمې هیوادونو په کلکه له اټومی تړونه دامریکا وتل غندلی دی .
دملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش دامریکا دولسمشر ټرمپ په یواړخیزه فیصلې ژوره خواشینی څرګنده کړی ده .
بریتانیا، فرانسه ، روسیه ، چین ، جرمنی او اروپایی اتحادیه د اټومی تړون دغړیو په توګه ویلی دی ددغه نړیوال تړون ملاتړ کوی .