میرمن فیډریکا موګرینی د اټومی تړون په ساتلو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71236-میرمن_فیډریکا_موګرینی_د_اټومی_تړون_په_ساتلو_ټینګار_وکړ
فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی(Federica Mogherini) پرون د نړیوالو امنیتی مطالعاتو د اروپایی فکر کوټې په غونډې کښې د اټومی تړون د ساتلو لپاره د بریتانیا او د اروپایی اتحادیې په ګډو دریځونو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2018 01:48 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیه به له بریتانیا سره یوځاې اټومي تړون وژغوري .
    اروپايي اتحادیه به له بریتانیا سره یوځاې اټومي تړون وژغوري .

فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی(Federica Mogherini) پرون د نړیوالو امنیتی مطالعاتو د اروپایی فکر کوټې په غونډې کښې د اټومی تړون د ساتلو لپاره د بریتانیا او د اروپایی اتحادیې په ګډو دریځونو ټینګار وکړ .

هغې وویل اروپایی اتحادیه به له بریتانیا سره یوځاې اټومی تړون وژغوری .

موګرینی وویل له اټومی تړون دامریکا له وتلو سره سره به اروپایی اتحادیه د فرانسې، د  بریتانیا او د جرمنی په ملګرتیا او غږملتیا سره دایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ لاسلیک شوی اټومی تړون وژغوری .

د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې فیډریکا موګرینی وویل د اټومی تړون په اړه د سلامشورې لپاره د بریتانیا خارجه وزیر بوریس جانسن  نن بروکسل ته ورځی چې دایران له خارجه وزیر جواد ظریف سره د دریو(۳) اروپایی هیوادونو دبهرنیو چارود وزیرانو په غونډې کښې ګډون وکړی .