فرانسې ، انګلستان او کاناډا داسرائیلو جنایت ته غبرګون ښودلی
-
اسرائیل باید د سوله ایز اعتراض د حق درنښت وکړي .
زمونږخبریال وایی د فرانسې دولسمشر امانوئل ماکرون دفتر په غزې تړانګه کښې داسرائیلو په لاس د لسګونو فلسطینیانو د وژلې دغندلو په ترڅ کښې د فلسطین دخلکو پرضد دتاوتریخوالی د بندیدا غوښتنه وکړه .
دفرانسې ولسمشر به په راتلونکو ورځو کښې دسیمې له ټولوهیوادونو سره په فلسطین کښې د تاوتریخوالی د ختمیدا په اړه سلامشوره وکړی .
د بریتانیا د لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې دفتر هم د صهیونیسټ رژیم په لاس د غزې دخلکو وژل کیدا ته په غبرګون کشې وویل مونږ د غزې تړانګې د لسګونو کسانو د وژل کیدا او د تاوتریخوالی د اعمالیدا په اړه د خپرو شویو خبرونو په اړه اندیښمن یوو .
د کاناډا خارجه وزارت هم د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطین دخلکو د پرون ورځې د وژلې په نا توجیه وړ بللو سره د فلسطینیانو پرضد د تاوتریخوالی په زیاتیدا اندیښنه وښودله .
د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې فیډریکا موګرینی هم پرون دصهیونیسټ رژیم دعسکرو په ډزو کښې د فلسطین د لسګونو خلکو له وژل کیدا وروسته وویل اسرائیل باید د سوله ایز اعتراض د حق درنښت وکړی .