ترکیې له امریکا او اسرائیلو سفیران وروبلل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71240-ترکیې_له_امریکا_او_اسرائیلو_سفیران_وروبلل
زمونږ خبریال وایی ترکیې د فلسطین دخلکو پرضد د اسرائیلو له جنایت وروسته له امریکا او نیواکی فلسطین څخه خپل سفیران وروبلل . ترکیې وویل اسرائیلو او امریکا د بشریت پرضد جنایت کړی دی . جنوبی افریقا هم له اسرائیلو خپل سفیر بیرته وربللی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2018 02:17 Asia/Kabul
  • جنوبي افریقا هم له اسرائیلو خپل سفیر بیرته وربللی دی .
    جنوبي افریقا هم له اسرائیلو خپل سفیر بیرته وربللی دی .

زمونږ خبریال وایی ترکیې د فلسطین دخلکو پرضد د اسرائیلو له جنایت وروسته له امریکا او نیواکی فلسطین څخه خپل سفیران وروبلل . ترکیې وویل اسرائیلو او امریکا د بشریت پرضد جنایت کړی دی . جنوبی افریقا هم له اسرائیلو خپل سفیر بیرته وربللی دی .

سعودی عربستان او نور عرب هیوادونه چې د اسرائیلو او دامریکا نږدې دوستان او ملګری دی تراوسه د فلسطین دخلکو پرضد داسرائیلو دجنایت په اړه چپ دی او هیڅ خبره نه کوی .

خو کویت یوازې  د ملګروملتونو د امنیت شورا دبیړنۍ غونډې دجوړیدا غوښتنه کړی ده .

دغه راز په ملګروملتونو کښې د فلسطین سفیر ریاض منصور هم په قدس کښې د امریکا دسفارت په پرانیستل کیدا د اعتراض کونکو فلسطینیانو وژلې ته په غبرګون کښې وویل که چیرې دغه جنایت په بل کوم هیواد کښې ترسره کیدلای نو امنیت شورا په چټکې سره اقدام ترسره کاوه .

هغه وویل نړیواله ټولنه باید د فلسطین دخلکو دپرون ورځې د وژلې په وړاندې چپتیا غوره نکړی .