پینځه میلیارډه کاله وروسته به لمر سترګه مړه شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71242-پینځه_میلیارډه_کاله_وروسته_به_لمر_سترګه_مړه_شی
زمونږخبریال وایی تاسو به د ستورو د ماتیدا په اړه خبرې اوریدلی وو خو هیڅکله به مو داسې فکر او سوچ نه وی کړی چې د شمسی نظام ترټولو ستر ستوری لمر سترګه(Sun) به هم یوه ورځ ختمه شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2018 03:29 Asia/Kabul
  • کله چې د لمر سترګې د مړ کیدا وخت نږدې راشي نو هغه به د ګاز او د غبار په یوه(۱) روښانه پټخکي بدله شي .
    کله چې د لمر سترګې د مړ کیدا وخت نږدې راشي نو هغه به د ګاز او د غبار په یوه(۱) روښانه پټخکي بدله شي .

زمونږخبریال وایی تاسو به د ستورو د ماتیدا په اړه خبرې اوریدلی وو خو هیڅکله به مو داسې فکر او سوچ نه وی کړی چې د شمسی نظام ترټولو ستر ستوری لمر سترګه(Sun) به هم یوه ورځ ختمه شی .

سائنس پوهان وایی چې په راتلونکو پینځه میلیارډه (Billion)کلونو کښې به لمر سترګه مړه شی  خو سائنس پوهانو ته تراوسه دغه خبره نه ده معلومه چې له دې وروسته به بیا څه کیږی .

د انګلستان د مانچسټر پوهنتون د ستور پیژندنې د کارپیژاندو یوې ډلې ددغه خبرې دمعلومولو هڅه کړی ده .

دانګلستان د ستورو دغو کارپیژندو او سائنس پوهانو ویلی دی کله چې د لمر سترګې د مړ کیدا وخت نږدې راشی نو هغه به د ګاز او د غبار په یوه(۱) روښانه پټخکی بدله شی .