مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71266-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی لولو:« مقتدی صدر د عراق په انتخاباتو کی وروستی بریالیتوب ته لا نږدی شو، او صدر د دولت په جوړولو کی برلاسئ دئ».
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2018 11:12 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی لولو:« مقتدی صدر د عراق په انتخاباتو کی وروستی بریالیتوب ته لا نږدی شو، او صدر د دولت په جوړولو کی برلاسئ دئ».

د عراق د انتخاباتو خپلواک لوړ کمیسیون اعلان وکړ: د عراق د ۱۸ ؤ ولایتونو له جملې څخه، په ۱۶ ؤ ولایتونو کی د ۹۱ فیصده  رایو له شمیرلو وروسته، د مقتدی صدر په مشرۍ د«سائرون» لیسټ، هماغه راز د پارلمانی انتخاباتو مخکښ دئ.

د آرمان ورځپاڼی په لیکنه؛ په نورو شپږو ولایتونو کی د عراق د انتخاباتو نتیجو وښودل، چی د«سائرون» لیسټ د نجف او میسان په دؤو ولایتونو کی په لمړۍ رتبه کی، او له هغه وروسته د هادی العامری په مشرۍ د«الفتح» لیسټ په دویمه رتبه کی دئ، پداسی حال کی چی؛ د عراق د لمړی وزیر«حیدر العبادی» په مشرۍ د « النصر » ائتلاف، د نینوا په ولایت کی لمړۍ رتبه لری.

په اربیل کی د مسعود بارزانی په مشرۍ د عراق د کردستان ډموکرات ګوند لیسټ مخکښ دئ، او له هغه وروسته؛ وطنی اتحادیه او الجلیل الجدید، په ترتیب سره تر ټولو زیاتی رایی ترلاسه کړې، پداسی حال کی چی په سلیمانیه کی د طالبانی په کورنۍ پوری پیلی؛ د عراق د کردستان د وطنی اتحادیی لیسټ، تر ټولو زیاتی رایی ګټلی دی. له هغه وروسته په سلیمانه کی د تغییر غورځنګ دویمه رتبه، او الجلیل الجدید دریمه رتبه لری.

په عراق کی یواځی د کرکوک او دهوک د دؤو ولایتونو د رایو نتیجی پاتی دی، چی انتظار کیږی د هغو نتایج نن سه شنبه اعلان شی.

******

د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو راپور کی، د شهاب شهسواری په قلم په یو مطلب کی راغلی دی:« د اسرائیلو رژیم پوځیانو، په نیواکی قدس کی د امریکی سفارت له پرانیستنی سره په یو وخت؛ فلسطینی لاریون کونکی په خاورو او وینو لیت پیت کړل، او دا د وینو سفارت دئ.

د یاد مطلب په دوام کی زیاته شوې ده: ټیک په هماغه ساعت کی چی «ډونالډ ټرمپ»؛ پرون پخپل ټویټ کی، دغه ورځ د اسرائیل لپاره یوه ستره ورځ وبلله، د صهیونیسټی رژیم پوځیانو د غزی تړانګی د بیلونکو اغزنو سیمانو ترشا، په سل ګونه فلسطینیان عام قتل کړل. په لس ګونو زرو فلسطینیانو پرون؛ په نیواکی بیت المقدس کی د امریکی د متحده ایالتونو د سفارت د پرانیستنی له مراسمو او  د ټرمپ له جشن سره په یو وخت، د ستنیدو ستر لاریون ته دوام ورکړ. او نن ټاکل شوې ده، د« نکبت  ورځی » له کالیزی سره په یو وخت، د ستنیدو حق وروستئ او ډیر ستر لاریون ترسره شی.

د غزې په تړانګه کی د تیری ورځی د ستنیدو د ستر لاریون دوام، د صهیونیسټو پوځیانو له نیغ په نیغ ډزو سره مخامخ شو، او د بیلونکو اغزنو سیمانو له آخوا، د صهیونیسټو پوځیانو د ګولیو په ډزو سره، نږدی ۶۰ فلسطینیان، د دغه راپور تر چمتو کیدو پوری

په شهادت ورسیدل، او څه دپاسه نور دوه زره کسان ټپیان شول. پدې توګه؛ د اوو اونیو مظاهرو په ترځ کی، د ستنیدو د ستر لاریون د شهیدانو شمیر له ۱۰۰ تنو څخه واؤښت.

*****

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی، تر دی سرټکی لاندی چی« د بغداد په التحریر چوک کی د صدر د پلویانو خوشحالی» په یو راپور کی لولو: د عراق د انتخاباتو د نتایجو له اعلانیدو وروسته، د صدر د جریان د مشر« مقتدی صدر » په مشرۍ د«سائرون» ائتلاف پلویانو، د بغداد ښار د التحریر په میدان کی د خوشحالۍ مراسم ترسره کړل. د عراق یوې امنیتی سرچینی وویل: چی امنیتی ځواکونو د بغداد په مرکز کی د التحریر چوک ته ټولی ورغلی لاری، چی هلته د سائرون ائتلاف د پلویانو جشن جوړ شوئ ؤ؛ وتړلې. دغې سرچینی زیاته کړه؛ چی له دغه اقدام څخه هدف، سائرون ائتلاف د پلویانو د جشن د امنیت برابرول ؤ.

******   

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سیاسی او امنیتی وضعیت په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دی.

دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلی، د هېواد وضعیت په شدت سره کړکېچن شوی او هره ورځ په بېلابېلو برخو کې اندېښنې زیاتېږی.

ورځپاڼه لیکی:

د حکومت بې‌تدبیره او عجولانه پرېکړو او اقداماتو نه‌یوازې دا چې د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته نهده کړې، بلکې وضعیت‌یې لا پسې ترینګلی کړی دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی، امنیتی وضعیت په شدت سره خراب شوی او هره ورځ مخالفین د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې کوی او یو شمېر ولسوالۍ د دولت او مخالفینو ترمنځ لاس په لاس کېږی.

سرمقاله لیکونکی لیکلی، سیاسی وضعیت هم اضطراری حالت

خپل کړی او د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه خپل

وروستی حد ته رسېدلی دی.

ورځپاڼې پوښتنه مطرح کړې چې له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره باید څه وشی؟ او خپل ځواب‌یې ورته دا دی چې هغه سیاسی جریانونه او شخصیتونه چې په هېواد زړه سوی لری، باید په تفاهم سره د روان وضعیت د ښه کېدو او له سقوطه د نظام د ژغورنې لپاره هڅې وکړی.

سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دې تړاو مشخص د غزنی د وضعیت په اړه لیکلی.

سرخط لیکی، غزنی د سقوط په حالت کې دی، خو والی د عسل میاشت تېرولو لپاره تللی.

په سرمقاله کې راغلی، له غزنی نه هره ورځ بد خبرونه خپرېږی او ورځپاڼې ته په رارسېدلو تازه راپورونو کې ویل شوی چې د نوموړی ولایت مرکز له څلورو خواوو په محاصره کې دی او هره شېبه‌یې د سقوط امکان شته، خو د ورځپاڼې په خبره والی دا مهال په هند کې دی.

ورځپاڼې لیکلی، والی چې کله بېرته راګرځی نو غزنی به

طالبانو نیولی وی.

اصلاح

اصلاح دولتی ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی دی.

اصلاح لیکلی، په دې ورځو کې یو شمېر مسایل د دې لامل شوی چې په حکومت کې ځینې شریکې کړۍ، د شعارونو او نظرونو په حد کې یو د بل په وړاندې ودرېږی او یو پر بل د ملی ګټو او ملی وحدت ضد تورونه پورې کړی.

ورځپاڼه سپارښتنه کوی چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو باید له دا شان کړنو ډډه وشی.

ویسا:

همداراز د ویسا ورځپاڼی پخپله یوه مقاله کی د جهادی شخصیت ډاکټر فاروق اعظم له قوله لیکلی دی: له سولې سره د امریکا نه لېوالتیا د ناامنۍ د ډېرېدو ستر لامل دی

په هېواد کې د ناامنۍ د ډېرېدو مسوولیت امریکا ته راجع کېږی ځکه دغه هېواد دلته پوځی حضور لری او د افغانستان جنګی ستراتېژی په لوړه سطحه په واشنګټن کې جوړېږی.

د حالاتو د بدلون لپاره باید سیاسی مشران خپلې ناندرۍ یوه خوا ته پرېږدی او د هېواد د ګټو لپاره کار وکړی (د ولسی جرګې غړی)

جهادی شخصیت ډاکتر فاروق اعظم په هېواد کې د روانې بې ثباتۍ او ناامنۍ پړه پر امریکا او د ملی وحدت حکومت پر مشرانو اچوی.

فاروق اعظم وایی چې له سولې سره د امریکا نه لېوالتیا د دې لامل شوې چې په هېواد کې ناامنی ډېره او وضعیت خراب شی.

د افغانستان د امنیت د ښه‌والی او د سیاسی ثبات ټینګول د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتېژۍ اساسی اهداف بلل کېږی خو د نهو میاشتو پر تېرېدو ورځ تر بلې امنیتی وضعیت

خرابېږی.

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله پرون د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د حکومت مشران د خلکو او امنیتی سرتېرو د وژلو مسوولین دی. عبدالله وویل چې دی د حکومت د یوه مشر په توګه روان وضعیت د شرم وړ ګڼی.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله، د روان میلادی کال د پیل په درېیو میاشتو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۷۶۳ تنه ملکی وګړی په جګړه کې وژل شوی دی.

د سیاسی چارو شنونکی بیا په دې باور دی چې د افغانستان په جګړه کې د ځینو بهرنیو استخباراتی ډلو او حکومتونو لاس، د جګړې بعدونه زیات کړی دی. جهادی شخصیت او د سیاسی چارو شنونکی ډاکټر فاروق اعظم په دې اړه ویسا ته وویل چې د افغانستان د جګړې د اوږدېدو ډېر مسوولیت امریکا ته اړوندېږی. د ډاکټر فاروق اعظم په خبره، امریکا په افغانستان کې پوځی حضور لری او د افغانستان جنګی ستراتېژی په لوړه سطحه په واشنګټن کې جوړېږی. نوموړی همدراز زیاته کړه:«  امریکا نه غوړای چې په افغانستان کې سوله راشی، کله چې سوله نه وی طبعا جنګ به اوږدېږی او هر ورځ به خلک وژل کېږی.