ایران ته باید داټومی تړون دګټو تضمین ورکړل شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71296-ایران_ته_باید_داټومی_تړون_دګټو_تضمین_ورکړل_شی
زمونږ خبریال وایی د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان (Jean-Yves Le Drian) په بروکسل کښې د اټومی موافقې په اړه د غونډې په درشل کښې وویل داټومی تړون ټول لوری باید دغه تضمین ورکړی چې ایران ددغه تړون له اقتصادی امتیازونو ګټه پورته کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2018 00:34 Asia/Kabul
  • د اټومي موافقې نور غړي هیوادونه هم باید تضمین ورکړي چې ایران ددغه اټومي موافقې له اقتصادي ګټو برخمن ووسي .
    د اټومي موافقې نور غړي هیوادونه هم باید تضمین ورکړي چې ایران ددغه اټومي موافقې له اقتصادي ګټو برخمن ووسي .

زمونږ خبریال وایی د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان (Jean-Yves Le Drian) په بروکسل کښې د اټومی موافقې په اړه د غونډې په درشل کښې وویل داټومی تړون ټول لوری باید دغه تضمین ورکړی چې ایران ددغه تړون له اقتصادی امتیازونو ګټه پورته کړی .

هغه په دې خبرې سره چې دنړیوال اټومی تړون یو(۱) غړی(امریکا) له دغه موافقې وتلی دی خو پاتې نور غړی دغه تړون ته ژمن دی وویل نه یوازې باید دغه کار وکړو چې دغه اټومی تړون اجرا شی بلکې د اټومی موافقې نور غړی هیوادونه هم باید تضمین ورکړی چې ایران ددغه اټومی موافقې له اقتصادی ګټو برخمن ووسی .

د جرمنی خارجه وزر هیکو ماس(Heiko Maas) هم له امریکا پرته د بروکسل په غونډې کښې له ایران سره داټومی موافقې د دوام په لارو دغور کولو خبر ورکړ .

دانګلستان خارجه وزیر بوریس جانسن(Boris Johnson) هم په دې خبرې سره چې په بروکسل کښې راغونډ شوی یوو چې داټومی تړون په هکله خپله ژمنه وښیو وویل انګلستان ، فرانسه او جرمنی کولای شی داټومی موافقې په چوکاټ کښې داروپایی شرکتونو چې له ایران سره د تجارت هڅه کوی دجایزو  ګټو ساتنه وکړی .