امریکا په ۲۰۲۰ میلادی کال کښې مریخ ته هیلی کوپټر استوی
-
دامریکا د فضا نوردۍ اداره ناسا له تیرو څلورو(۴) کلونو راهسې په دغه ماموریت کار پیل کړی دی .
زمونږ خبریال وایی دامریکا د فضا نوردۍ ادارې ناسا(The National Aeronautics and Space Administration) د خپل ځانګړی ماموریت لپاره له فضایی ګاډی سره یوځاې مریخ (Mars is the fourth planet from the Sun)ته د هیلی کوپټر د استولو خبر ورکړی دی .
دغه هیلی کوپټر به په مریخ کښې د مرغه په شان الوت کولو سره فضایی جایزه واخلی .
دامریکا د فضانورۍ ادارې د۲۰۲۰ میلادی کال په جولاۍ میاشت کښې مریخ ته دډرون هیلی کوپټر د استولو لپاره چمتو والی بشپړ کړی دی .
دغه کوچنی خو ګړندې مزل کونکی هیلی کوپټر به له فضایی ګاډی سره یوځاې په ۲۰۲۰میلادی کال مریحخ ته په سفر لاړ شی .
دغه هیلی کوپټر ته ایرکرافت نوم ورکړل شوی دی .
دامریکا ناسا(The National Aeronautics and Space Administration) ادارې دغه هیلی کوپټر په دې ډول جوړ کړی دی چې هغه په مریخ کښې په ازادۍ سره الوت وکړی .
دامریکا د فضا نوردۍ اداره ناسا له تیرو څلورو(۴) کلونو راهسې په دغه ماموریت کار پیل کړی دی .
ناسا مریخ ته له فضایی ماموریت سره یوځاې د هیلی کوپټر د استولو په خبر سره ویلی دی دغه عجیبه تجربه به د ۲۰۲۰میلادی کال په جولاۍ کښې وشی .
ددغه هیلی کوپټر وزن به څلور (۴)پاونډه وی او الوت به یې تیز وی .
دا به لومړی ځل وی چې په مریخ سرې سیارې کښې یو(۱) هیلی کوپټر الوت کوی چې هدف یې ددغه سیارې په اړه د پټو رازونو معلومول دی .
دامریکا دناسا ()ادارې دغه جوړ هیلی کوپټر د ډرون په شان دی او په لیدو سره دیوې ډرون الوتکې په شان ښکاری خو په هغه کښې دیوه(۱) هیلی کوپټر ټول خصوصیات او ځانګړنې شته .