د غويي د شپږویشتمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71318-د_غويي_د_شپږویشتمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2018 08:27 Asia/Kabul
  • د غويي د شپږویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په وړومبي مخ یې په بروکسل کښې د ایران د خارجه وزیر او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې د ملاقات انځور چاپ کړی او د میرمن موګریني له قوله یې په غټو ټکیو لیکلي دي: برجام به برقرار پاتې شي.

هغه وايي: د اروپايي اتحادیې مشرانو پریکړه کړې تر څو چې ایران په ایټمي موافقې پابند وي، تر هغې به دوي هم پرې پابند پاتې شي.

له بلې خوا د ایران خارجه وزیر وویل: د برجام له ګټو د برخمنتیا لپاره ایران ته د ضمانت ورکول ضروري دي.

محمد جواد ظریف له میرمن فډریکا موګریني سره له کتنې وروسته څرګنده کړه چې په دغه کتنه کښې د پاتې لورو لخوا د برجام د بشپړې اجرا، د برجام له منافعو د ګټه اوچتونې لپاره ایران ته د ضمانت د ورکړې او د دې تضمین په ضرورت ټینګار وشه چې دغه ګټې د ایران او اروپا ګډ نظرونه وي.

ښاغلي ظریف په دې خبرې سره چې ضمانتونو ته د رسیدو د څرنګوالي په هکله یولړ اقدامات پیل شوي دي، زیاته کړه: برجام د ټولو لورو لپاره یولړ ګټې لري او باید ډاډ ترلاسه کړو چې یو هیواد په خپلې غیرقانوني وتنې سره له دې موافقې هیڅ ګټه نه شي پورته کولی.

د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه: د مخکښې تګ لپاره په سمه لاره ولاړ یو څو ډاډ ترلاسه کړو چې په برجام کښې د پاتې ټولو لورو په تیره بیا د ایران ګټې خوندي شي.

**

خو د اطلاعات په شمول د تهران چاپ ډیرو ورځپاڼو په فلسطین کښې د صهیونیسټي رژيم روانو جنایتونو ته ډیر انعکاس ورکړی او په دې لړ کښې یې مختلف خبرونه راخیستي دي.

په دې لړ کښې جمهوري اسلامي د ایران د حکومت د کابینې پرونۍ غونډې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت په یوه بیانیه کې د صیهونیسټانو د وروستیو جنایتونو په غندلو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د خپلې اوږدې چُپتیا په ماتولو سره د نیواکی ټاټوبیو د حقیقی خاوندانو په توګه د فلسطینیانو د حقوقو تامینول او د نیواکګرۍ د ختمولو ضمانت ورکړي.

د ایران حکومت په پرونۍ بیانیې کې ټینګار کړی دی: د هغو مظلومو او بې وسلې خلکو   قتل عام چی د تیري او نیواک پرضد په سوله ایزو مظاهرو کې یې ګډون کړی وو ، په داسې حال کی ترسره شوی دی چی د امریکا حکومت قدس شریف ته د خپل سفارت  په انتقالولو کې د لمسونکی او غیر قانونی اقدام لپاره د جشن او خوشحالۍ کولو په حال کی وو او هغه هم د ذلت او نکبت په ورځ . د ایران حکومت په دغه بیانیه کې په دې هکله په خواشینۍ څرګندولو سره چی د سیمې د ځینو حکومتونو چارواکی چی د اسلامی نړۍ د اصلی موضوګانو او دښمنانو د دسیسو د پیژندلو لپاره ضروری اراده او فکر نلری ، ټینګار شوی دی چی د دغو هیوادونو مشران دوکه شوی دی او له صیهونیسټ رژیم سره د ښکاره او پټې دوستۍ په لاره کې  په ګام کیښودلو سره  دغه غاصب رژیم د بشری ضد او وحشیانه جنایتونو په ترسره کولو کې له سپین سترګې کړې دې .

د ایران د اسلامی جمهوریت دولت په دې په ټینګار سره چی د روژې مبارکه میاشت په وروستیو څو لسیزو کی د قدس په ورځ د فلسطینانود مظلومیت د نړیوالې ورځې  د یادولو لپاره په میعاد گاه بدله شوی ، جوته کړه: د اسلامی نړۍ لپاره په یوې فرعي موضوع د فلسطین د مسئلې د بدلولو لپاره به د امریکې او صیهونیزم نوې دسیسه یو ځل بیا له ماتې سره مخامخ شی .

 

کیهان:

او کیهان ورځپاڼې د غزې د خواشینونکو حالاتو په هکله د ایران د روغتیا وزیر څرګندونې راخیستې دي چې لیکي: د ایران د روغتیا وزیر په غزې کښې د انساني غمیزې د رامینځته کیدو خبرداری ورکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزیر د روغتیا د نړیوال سازمانWHO مشر ته په یو لیک کښې په غزې تړانګه کښې د انساني غمیزې د رامینځته کیدو په هکله خبرداری ورکړ.

سید حسن قاضي زاده هاشمي پرون په یو لیک کښې د فلسطین د بې دفاع او مظلومو خلکو د بې رحمانه وژلې د غندنې ترڅنګ ولیکل: د فلسطین خلکو په غیرقانوني توګه بیت المقدس ته د امریکې د سفارت په منتقلیدو اعتراض وکړ چې په خواشینۍ سره د بیګناه فلسطینیانو په تیره بیا ماشومانو د وژلې او په فلسطین کښې د انساني غمیزې د پیلیدو سبب شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزیر په دغه لیک کښې په دې خبرې سره چې د نړیوالو سازمانونو ذمه واري د دې بې رحمانه وژلې د دوام مخنیوی دی، زیاته کړه: د رسمي نړیوالو ټولنو چپتیا د منلو نه ده او د دې جنایت تش په غندلو بسنه نه ده پکار.

د ویلو ده چې له تل ابیب څخه نیواکي بیت المقدس ته د امریکې د سفارت د انتقال په وخت، د ملګرو ملتو د بې کفایتۍ په سیوري کښې صهیونیسټو پوځیانو د اتو ماشومانو په شمول لږترلږه ۶۰ فلسطینیان په ډزو شهیدان کړي او کابو درې زره نور یې ژوبل کړل.

کابل چاپ:

د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې اکثره مطالب پر فراه ښار د طالبانو پرونۍ حملې او پهدې اړه پورته شویو غبرګونونو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې پر فراه ښار د طالبانو د حملې مخه نیول شوې ده او ښار د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی.

خو ورځپاڼې د ځینو نورو سرچینو په حواله لیکلي چې د تېرې شپې تر ناوخته پورې د فراه ښار زیاته برخه د طالبانو په ولکه کې وه او نن هم د جګړې امکان شته.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان حکومت په مشرانو انتقاد کړی دی او لیکلي دي، دوی له بحرانه د هېواد د ایستلو پر ځای په انتخاباتي کمپاینونو بوخت دي.

ورځپاڼه لیکي:

د فراه ولایت د سقوط په درشل کې ولسمشر د یوې عادي پروژې د پرانیستلو لهپاره لوګر ته ولاړ او اجرائیه رئیس هم په کابل کې د ولسمشر د تېرو ورځو په څرګندونو انتقادونه کول.

ورځپاڼې لیکلي چې د حکومت دواړه مشران د هېواد له ملي مسایلو سره د خپلو ګټو پر اساس چلند کوي.

دنیا

دنیا ورځپاڼې هم په افغانستان کې د حالاتو د خرابېدو پړه د حکومت پر مشرانو اچولې او لیکلي یې دي چې فراه د ملي وحدت حکومت د کمزورۍ اوج څرګندوي.

طالبانو په فراه ښار کې د ملي وحدت حکومت قدرت نندارې ته وړاندې کړ.

ورځپاڼې وړاندې په خپله تبصره کې لیکلي، پهداسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت مشران په حاشیهوي مسایلو بوخت دي، وسلهوال مخالفین د سیمې د استخباراتي کړیو په ملاتړ د ستراتېژیکو سیمو د لاندې کولو په هڅه کې دي.

ورځپانې لیکلي دي چې همدا اوس وسلهوال مخالفین په څو جبهو کې له افغان دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او یو شمېر سیمې یې لاندې کړې دي چې تر ټولو خونړۍ یې د فراه پر ښار حمله ده.

د ورځپاڼې په وینا طالبانو پهدې ښار کې د ملي وحدت حکومت قدرت نندارې ته وړاندې کړ او دا یې وښودله چې دغه حکومت په افغانستان کې د حالاتو د کنټرول او مدیریت توان نهلري.

ورځپاڼه لیکي چې طالبانو له مخکې نه پر فراه ولایت د حملې خبرداری ورکړی وو، خو د حکومت مشران د دې پر ځای چې د فراه لهپاره تدابیر ونیسي، په خپلمنځیو اختلافاتو بوخت وو.

انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې لیکلي چې طالبان په لویدیځ زون کې په خپلو حملو سره هڅه کوي چې د ملي او سیمهییزو اقتصادي پروژو د پلي کولو مخنیوی وکړي.

ورځپاڼې که څه هم د کوم هېواد نوم نهدی اخیستی، خو لیکلي یې دي چې د سیمې او ګاونډ د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې اقتصادي پروژې پلې نهشي او طالبان د دغو هېوادونو د اهدافو د پلي کولو هڅه کوي.

خو ورځپاڼې وړاندې پر خلکو غږ کړی چې په اتحاد او یووالي سره په هېواد کې د ملي او سیمهییزو پروژو د پلي کولو پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه لیرې کړي.

ورځپاڼې د دښمن د دغو هڅو د شنډولو لهپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې هم ستایلې دي او لیکلي یې دي چې پهکار ده، له ملي ځواکونو په کلکه ملاتړ وشي.

*********////////*********