په هند کښې وړومبنی شیعه سیاسي ګوند جوړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71344-په_هند_کښې_وړومبنی_شیعه_سیاسي_ګوند_جوړ_شو
دا ګوند له هر هغه ګوند سره ملګرتیا ته چمتو دی چې د شیعیانو په ګټه کار کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2018 11:45 Asia/Kabul
  • په هند کښې وړومبنی شیعه سیاسي ګوند جوړ شو

دا ګوند له هر هغه ګوند سره ملګرتیا ته چمتو دی چې د شیعیانو په ګټه کار کوي.

د هندوستان په اتر پرادیش صوبه کښې د شیعه اوقاف د مرکزي سازمان مشر وسیم رضوي د (د هندوستان عوامي شیعه لیګ) په نوم وړومبی شیعه ګوند، د مشر د مرستیالانو په توګه د څلورو کسانو او په ملي اجرايي کمیټې کښې د دیارلسو کسانو په ټاکلو سره جوړ شو.

وسیم رضوي دغه ګوند په هندوستان کښې د شیعه مسلمانانو د ګوښه کیدو په غبرګون کښې جوړ کړی دی. تراوسه د هند په شپاړسو ایالتونو کښې د دغه شیعه ګوند د څانګو مشران غوره کړی شوي دي.

رضوي څرګنده کړه چې دا ګوند له هر هغه ګوند سره ملګرتیا ته چمتو دی چې د شیعیانو په ګټه کار کوي.