برجام؛ د اروپایی هویت د ساتنی په سر لانجه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71346-برجام_د_اروپایی_هویت_د_ساتنی_په_سر_لانجه
 د اټمی موافقې په هکله د ایران او د اروپا اتحادیی د مذاکرو له پیلیدو سره په یو وخت، د فرانسې د اقتصادی چارو وزیر وویل: اروپا باید؛ د امریکی په وړاندی له خپل اقتصادی حاکمیت څخه دفاع وکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2018 12:13 Asia/Kabul
  •  برجام؛ د اروپایی هویت د ساتنی په سر لانجه

 د اټمی موافقې په هکله د ایران او د اروپا اتحادیی د مذاکرو له پیلیدو سره په یو وخت، د فرانسې د اقتصادی چارو وزیر وویل: اروپا باید؛ د امریکی په وړاندی له خپل اقتصادی حاکمیت څخه دفاع وکړی.

د فرانسی د اقتصادی چارو وزیر« برونو لومر »، له برجام څخه د وتلو، او د ایران په خلاف د اټمی بندیزونو د بیا لګولو لپاره، د امریکی د ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ » له فیصلې څخه د اندیښنی په ښودلو سره وویل: نن سبا؛ ټوله اروپا له یو چلنج او مشکل سره مخامخه ده، چی عبارت دئ له دې څخه؛ چی باید خپل اقتصادی ملی حاکمیت ټینګ کړی، او د هغه د رعایتولو لپاره زمینه چمتو کړی.

د فرانسی د اقتصادی چارو وزیر؛ د اروپا له کمیسیونه وغوښتل، چی د امریکی د ثانوی بندیزونو په وړاندی دی، د اروپایی پانګه

ایښودونکو د ګټو د خوندیتوب لپاره، یو لړ قوانین وټاکی. د اروپایی ارګانونو له خوا د داشان قانونی ضمانتونو له رامنځته کیدو پرته به، په ایران کی د اروپایی شرکتونو په میلیاردونو یورو پانګی له لاسه لاړی شی، او په اروپا کی به؛ په زرګونه کاری فرصتونه نابود شی، هغه هم پداسی شرایطو کی؛ چی د ایران اسلامی جمهوریت، د برجام په چوکاټ کی پخپلو ټولو ژمنو عمل کړئ دئ.

«الدار مامدوف»، په لوبلاګ نشریه کی لیکی:

« د لمړۍ ځلې لپاره، ارپائیان په ښه توګه پوهیدلی دی؛ چی د نړۍ د کنټرول د څرنګوالی په هکله، د هغوی او د امریکائیانو ترمنځ، اساسی بیلتون او واټن وجود لری».

تر اوسه پوری اطلس سمندر د دؤو غاړو ترمنځ اختلافات، د تجارتی ټکسونو؛  نړیوالو چارو او بشری حقوقو ته د کتنې د ډول، او د سیاسی او امنیتی ملګرتیا د څرنګوالی په شان د« د وړو سیاستونو » په موضوعګانو پوری محدود ؤو. خو؛ د ۲۰۱۶ م کال په انتخاباتو کی د« ډونالډ ټرمپ » له بریالیتوب وروسته، په امریکا کی د څو اړخیز ګروهنی په ضد، د ملی ګروهنی د جریان

په رامنځته کیدو سره، د اروپا او امریکی ترمنځ د اختلافاتو کچی، سترو سیاستونو ته لاره وموندله.

لمړئ؛ د آب و هوایی بدلونونو د منفی پایلو د مخنیوی کولو لپاره، نړیوال یو موټی مدیریت، د امریکائیانو له خوا له پامه وغورځول شو، او وروسته د اټمی فعالیتونو په هکله؛ نړیوال یو موټی مدیریت ته نوبت ورسید. له ۵+۱ ډلې سره د ایران د اټمی مذاکرو په ترځ کی، اروپائیانو ګمان کاوه؛ چی له هغه څه سره په مقابله کی، چی پخپله د اټمی ایران د خطر په نامه یادول؛ له امریکی سره له برابر حق او دریځ څخه برخوره ده. خو دغه ګمان، له برجام څخه د امریکی په بی دلیلی او یو اړخیزې وتنې سره له منځه لاړ.

البته؛ اروپائیانو په وروستیو میاشتو کی په هر اقدام لاس پوری کړ، تر څو ټرمپ په برجام کی پاتی کیدو ته راضی وساتی. د فرانسی ؤلس مشر هم، واشنګټن ته په سفر کی؛ د دوربینونو په وړاندی د خپل امریکایی همرتبه سره، شخصی ګرمی اړیکی ننداری ته کښیښودلې، او حتی د فرانسی؛ جرمنی او بریتانیی دری اروپایی هیوادونه، د توغندویی او سیمه ایزو فعالیتونو په شان د

ایران د غیر برجامی بحثونو په هکله، له امریکی سره غږمل شول.

سره له دې حاله، د امریکی ؤلس مشر حتی دیته غاړه کښی نه ښودله؛ چی د ایران د اټمی بندیزونو د ستنیدو د دستور د ځنډولو لپاره، د اروپائیانو وروستۍ غوښتنی ته پام وکړی.

اوس هم؛ امریکایی مقامونو ګواښ کړئ، چی له ایران سره د همکارۍ د دوام په صورت کی به، اروپایی شرکتونه بایکاټ کړی. دغه یو اړخیز اقدامات به، په لویدیځ کی د څو اړخیز ګروهنی په اساس د تصمیم نیونی نظام؛ چی په دویمه نړیواله جګړه کی د همکارۍ میراث دئ، نابود کړی.

په همدی دلیل هم؛ اروپا د وروستیو ۷۰ کلونو په اوږدو کی، له هر بل وخت څخه په زیاته اندازه هڅه کوی، چی د امریکی د یو اړخیز ګروهنی د پلویانو د شدیدې حملې په وړاندی مقاومت وکړی. پدی منځ کی هم، د فرانسی د اقتصادی چارو د وزیر له قوله،«برجام» د امریکی د سلطې په وړاندی د خپل ملی اقتصادی  حاکمیت د ساتنې لپاره، د اروپائیانو وروستئ سنګر ګنل کیږی.