اتویشتو اروپایی هیوادونو د اټومی موافقې ملاتړ اعلان کړ
-
د اروپايي اتحادیې اتویشت(۲۸) غړي هیوادونه دایران داټومي موافقې د ساتلو لپاره متحد کړچار لري
زمونږ خبریال وایی د اروپایی اتحادیې د اتویشتو(۲۸) غړیوهیوادونو مشرانو د ایران داټومی موافقې د ژغورلو لپاره د متحد کړچار په اړه موافقه وکړه .
د اروپایی اتحادیې د اتویشتو(۲۸) غړیوهیوادونو مشران پرون د بلغاریه هیواد په پلازمینې صوفیه (Sofia)کښې په غونډې کښې دایران او د پینځه جمع یوې ډلې ترمینځ د لاسلیک شوی اټومی موافقې د ژغورلو لپاره چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې په ویانا کښې لاسلیک شوی وه یوځاې ددغه موافقې د ملاتړ لپاره متحد شول .
د اروپا یوې سرچینې وویل د اروپایی اتحادیې اتویشت(۲۸) غړی هیوادونه دایران داټومی موافقې د ساتلو لپاره متحد کړچار لری .
د اروپا دشورا مشر ډونالډ ټوسک (Donald Tusk) هم په دې خبرې سره چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړچار ناڅاپه دی وویل له اټومی موافقې د واشنګټن له وتلو وروسته اروپایی هیوادونه دامریکا له دغه فیصلې سره مقابلې کولو او په هغې اعتراض کولو ته اړتیا لری .
هغه هیله وکړه تر هغه وخته چې ایران اټومی موافقې ته پاې بند دی داروپایی هیوادونو نور مشران له دغه تړون سره خپله ژمنه او پیوستون تائید کړی .
داروپا دشورا مشر ډونالډ ټوسک وویل اروپایی هیوادونه باید د امریکا د ولسمشر ټرمپ مننه وکړی ځکه چې د ټرامپ په مهربانۍ سره اروپا توهمات څنګ ته کړل .
دایران لوړرتبه چارواکو له اټومی موافقې دامریکا له وتلو وروسته په صراحت سره ټینګار کړی که چیرې داټومی تړون درې(۳) اروپایی غړی هیوادونه انګلستان، فرانسه او جرمنی عملی تضمین ورنکړی او له دغه اټومی تړون دایران ګټې پوره نشی نو پریکنده فیصله غوره کوی او هغه اعلانوی .