اسلامی ایران د فلسطین د خلکو د جایزو مبارزو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71378-اسلامی_ایران_د_فلسطین_د_خلکو_د_جایزو_مبارزو_ملاتړ_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو (Gholamali Khoshroo)پرون دفلسطین د مظلوموخلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو سره وویل ایران دفلسطسین له ملت سره د پیوستون داعلانولو په ترڅ کښې د قدس شریف په پلازمینې د فلسطینی هیواد دجوړیدا اوله ازادۍ او خپلواکۍ د برخوریدا لپاره دهغوې د جایزو مبارزو ملاتړ کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2018 01:52 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم دمارچ دمیاشتې له دیرشمې(۳۰) نیټې راهسې تر پرون پورې یوسل یولس(۱۱۱) فلسطینیان شهیدان او لس زره(۱۰۰۰۰) نور ژوبل کړي دي .
    صهیونیسټ رژیم دمارچ دمیاشتې له دیرشمې(۳۰) نیټې راهسې تر پرون پورې یوسل یولس(۱۱۱) فلسطینیان شهیدان او لس زره(۱۰۰۰۰) نور ژوبل کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو (Gholamali Khoshroo)پرون دفلسطین د مظلوموخلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو سره وویل ایران دفلسطسین له ملت سره د پیوستون داعلانولو په ترڅ کښې د قدس شریف په پلازمینې د فلسطینی هیواد دجوړیدا اوله ازادۍ او خپلواکۍ د برخوریدا لپاره دهغوې د جایزو مبارزو ملاتړ کوی .

غلامعلی خوشرو په نیویارک کښې دملګروملتونو په مرکز کښې د اسلامی ملګرتیا موسسې دغړیوهیوادونو او دائمی استازیو او سفیرانو په غونډې کښې د فلسطین د مظلوم امت پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو نوی پړاو ته په اشارې سره چې دمارچ دمیاشتې له دیرشمې(۳۰) نیټې راهسې پیل شوی دی وویل صهیونیسټ رژیم دمارچ دمیاشتې له دیرشمې(۳۰) نیټې راهسې تر پرون پورې یوسل یولس(۱۱۱) فلسطینیان شهیدان او لس زره(۱۰۰۰۰) نور ژوبل کړی دی .

په ملګروملتونو کښې دایران دائمی استازی غلامعلی خوشرو دې ته په اشارې سره چې یوازې دمی دمیاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه دصهیونیسټ رژیم عسکرو په غزې تړانګې کښې دوه شپیته(۶۲) فلسطینیان شهیدان او ۲۷۰۰ نور ژوبل کړی وو زیاته کړه له دغه جنایتونو او وژلو سره په یووخت په همدې ورځ د  اسرائیلولومړی وزیر نتانیاهو او دهغه میلمانه قدس ته دامریکا دسفارت په غیر قانونی ډول دانتقالولو په جشن بوخت وو او دا د اسلامی نړۍ لپاره یوه (۱)شرمونکی ورځ وه .

هغه داسرائیلو له رژیم سره د اړیکو دعادی کولو او ددغه رژیم په رسمیت دپیژندلو لپاره د اسلامی ملګرتیا موسسې د ځینو عربو غړی هیوادونو هرډول هڅه د فلسطین له وړونو او خویندو سره خیانت او د نیواکګرۍ او دجنایت دوام ته داسرائیلو د رژیم هڅول وبلل .