پینځه سپارښتنې د زړه دناروغۍ مخه نیسی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71382-پینځه_سپارښتنې_د_زړه_دناروغۍ_مخه_نیسی
زمونږ خبریال وایی په یوه نوی تحقیق کښې ویل شوی دی په ټوله نړۍ کښې په ځوانو میرمنو او سړیو کښې د زړه ناروغۍ زیاتې شوی دی او د کلیوالو سیمو په نسبت په ښارونو کښې د زړه ناروغۍ بیخی زیاتې شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2018 03:45 Asia/Kabul
  • د ورزش نه کول ، د سګریټو څکول  او چاقۍ هم په ځوانانو کښې د زړه د ناروغۍ د رامینځته کیدا په علتونو کښې شامل دي .
    د ورزش نه کول ، د سګریټو څکول او چاقۍ هم په ځوانانو کښې د زړه د ناروغۍ د رامینځته کیدا په علتونو کښې شامل دي .

زمونږ خبریال وایی په یوه نوی تحقیق کښې ویل شوی دی په ټوله نړۍ کښې په ځوانو میرمنو او سړیو کښې د زړه ناروغۍ زیاتې شوی دی او د کلیوالو سیمو په نسبت په ښارونو کښې د زړه ناروغۍ بیخی زیاتې شوی دی .

په کم عمر کښې د زړه د ناروغۍ درامینځته کیدا علت په دفترونو کښې د کار کولودباو دی او په دې سربیره د اروپایی هیوادونو په شان دډوډیو پخول هم زمونږ په صحت او روغتیا  اغیز شیندی .

د ورزش نه کول ، د سګریټو څکول  او چاقۍ هم په ځوانانو کښې د زړه د ناروغۍ د رامینځته کیدا په علتونو کښې شامل دی .

شوګر ناروغۍ(Diabetes)، د وینې دباو او د کولیسټرولو زیاتیدل اوکمیدل هم د زړه دناروغۍ د رامینځته کیدا نورعلتونه دی .

د زړه دناروغۍ  دمخه دنیولولپاره څو سپارښتنې لرو چې تر ډیره حده د دغه ناروغۍ مخه نیولی شی .

په لومړۍ سپارښتنه کښې د سګریټو نه څکول دی او ځوانۍ انجلۍ او هلکان باید له سګریټو ډډه وکړی .

دوهمه سپارښتنه دا ده که چیرې تاسو دشوګر یا د وینې ددباو ناروغۍ لرئ یا کولیسټرول مو لوړ وی نو هغه باید په ښه ډول  کنټرول کړئ .

دریمه سپارښتنه دا ده چې په اونۍ کښې له پینځو(۵) تر اوو(۷) ورځو پورې ورزش وکړئ او ورزش هم باید له پینځه څلویشتو(۴۵) دقیقو څخه تر شپیتو (۶۰)دقیقو پورې وی .

که چیرې تاسو ورزش نشی کولای نو باید هره ورځ شپږ(۶) کلومیټره مزل وکړئ .

څلورمه سپارښتنه دا ده چې ذهنی فشار کم کړئ ،  په یوګا ورزش ،  باغبانۍ یا موسیقۍ وغیره کښې ځانونه بوخت وساتئ او دځان په مصروف ساتلو سره ذهنی دباو کمیدلی شی .

له ذهنی دباو دځان دخلاصولو لپاره په دفتر کښې د کار په وخت دمه کول ضروری دی .

پینځمه سپارښتنه هم دا ده چې له پینځویشت(۲۵) کاله عمر وورسته په باقاعده ډول د بدن چیک اپ(Physical examination) کول ضروری دی او که چیرې تاسو دکورنۍ لخوا یعنی په جینټیکی توګه د وینې دباو یا شوګر ناروغۍ لرئ نو له ډاکټر سره ضرور مشوره وکړئ .