په کشمیر کښې د اوربند په اړه د هند ادعا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71420-په_کشمیر_کښې_د_اوربند_په_اړه_د_هند_ادعا
د هند د کورنیو چارو وزارت ادعا وکړه،تر خپل کنټرول لاندې په کشمیر سیمې کښې اوربند ټینګوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2018 13:19 Asia/Kabul
  • په کشمیر کښې د اوربند په اړه د هند ادعا

د هند د کورنیو چارو وزارت ادعا وکړه،تر خپل کنټرول لاندې په کشمیر سیمې کښې اوربند ټینګوی.

زمونږ خبریال راپور راکړی،د هند د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی،د روژې په مبارکه میاشت کښې په کشمیر سیمه کښې اوربند اجرا کوی او په دې میاشتې کښې د کشمیریانو پرضد هیڅ ډول عملیات نه کوی.

دا په داسې حال کښې دی، د جمو او کشمیر اعلی وزیرې محبوبه مفتی په دې وروستیو کښې د هند ترکنټرول لاندې په کشمیر کښې د ټولو ښکیلو خواو تر مینځ پر خبرو اترو په ټینګار سره وویل:سیاسی مسئلې باید له سیاسی لارې هوارې کړی شی او پوځی حل لاره نلری.هغې همدغه راز د کشمیر په شوپیان سیمې کښې د هند د امنیتی ځواکونو په وروستیو عملیاتو کښې د یو شمیر کشمیریانو د وژلې په هکله خواشینی څرګنده کړه او په هندی مشرانو یې غږ وکړ،نښتې دې ختمې کړی.

پخوانی اعلی وزیر عمر عبدالله هم په بیانیې کښې څرګنده کړه:د کشمیر مسئله باید د خبرواترو له لارې هواره کړی شی او د ملکیانو وژل د منلو وړ نه دی.

د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کښې د هندی عسکرو او کشمیری اعتراض کونکو ترمینځ په وروستیو نښتو کښې په لسګونو کشمیریان وژل شوی او په سلګونو نور ژوبل او نیول شوی دی.