په ترکیې کښې د فلسطین په حالاتو دغور غونډه پیل شوه
May 18, 2018 01:44 Asia/Kabul
-
دایران اسلامي جمهوریت په لوړه سویه په دغه غونډې کښې شتون لري .
زمونږخبریال وایی د فلسطین په نیواکی ټاټوبی په تیره بیا په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو د اعتراض او قدس ته د امریکا دسفارت د انتقال په هکله په وروستیو بدلونونو دغور لپاره د اسلامی ملګرتیا د موسسې ځانګړی غونډه دترکیې په استانبول ښار کښې پیل شوه .
دغه غونډه د ترکیې د ولسمشر ، د لومړی وزیر او د خارجه وزیر په بلنه او د دغه هیواد په کوربه توب د اسلامی هیوادونو دمشرانو او دخارجه وزیرانو د لوړرتبه کارپیژاندو په سوله ددوو (۲)ورځو لپاره ترسره کیږی او نن هم دوام لری .
دایران اسلامی جمهوریت په لوړه سویه په دغه غونډې کښې شتون لری او ولسمشر حسن روحانی او خارجه وزیر جواد ظریف پکښې ګډون لری .
ټیګونه