دامریکا ولسمشر د شمالی کوریا مشر ته خبرداری ورکړ
-
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په ۲۰۰۳ میلادي کال کښې په دسمبر میاشت کښې د لیبیا له مشر قذافي سره معاملې ته اشاره کړي ده .
زمونږ خبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون ته خبرداری ورکړ که چیرې د خپلو اټومی وسلو د پروګرام په اړه معامله نه کوی نو د لیبیا دمشر معمر قذافی له برخلیک سره به مخ شی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په سینګاپور کښې دجون دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه د ټرمپ او د شمالی کوریا دمشر کیم جونګ اون ترمینځ په کتنې کښې له شمالی کوریا سره د چلند په اړه د لیبیا دبیلګې په باره کښې په سپینې ماڼۍ کښې د ملی امنیت دسلاکار جان بولټن د اوسنی وړاندیز په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کښې شمالی کوریا ته دغه خبرداری ورکړ .
د امریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن په ۲۰۰۳ میلادی کال کښې په دسمبر میاشت کښې د لیبیا له مشر قذافی سره معاملې ته اشاره کړی ده .
د لیبیا مشر قذافی په دغه کال کښې خپل اټومی پروګرام ختم کړ او د یورانیمو سانټری فیوژونه یې هم په یوې کشتۍ کښې امریکا ته استولی وو .
خو دامریکا ولسمشر له لیبیا سره دمعاملې په اړه معلومات نلری خو داسې ګمان کوی چې دلیبیا بیلګه په دې معنا دی چې ناټو په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې لاسوهنه کړی وه کوم چې په طرابلس کښې د معمر قذافی د وژل کیدا سبب شوی وه .